Home+د اقتصادي برخو په پیاوړتیا کې د ځوانانو رول

د اقتصادي برخو په پیاوړتیا کې د ځوانانو رول

انجینر عصمت الله شګیوال
ځوانان د خپلې پوهې، انرژۍ او قوت پر بنسټ کولای شي د هېواد په اقتصادي برخو کې بدلون رامنځته او د ټولنې ننګونو ته حل لارې پیدا کړي، غربت کم کړي، دندې او فرصتونه رامنځته او د هېواد د تولیداتو کچه لوړه کړي.
د اقتصادي پرمختګ په بهیر کې ځوانان باید ښکیل شي او فرصت ورته ورکړل شي څو خپل نظرونه شریک کړي او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مرسته وکړي. ځوانان د هرې ټولنې تر ټولو ځواکمن او فعال قشر ګڼل کېږي.
د یوه هېواد اقتصادي پیاوړتیا هغه وخت شوني ده چې، د ځوان نسل استعدادونه، فکري وړتیاوې او نوښتونه په سمه توګه وکارول شي.
ځوان نسل د کار، تولید، ټکنالوژۍ، صنعت او سـوداګرۍ په برخو کې د مثبت بدلون او پرمختګ اصلي محرک دی.
په معاصره نړۍ کې هغه هېوادونه چې د خپلو ځوانانو ظرفیتونه روزي او د هغوی د ګډون لپاره مناسب فـرصتونه برابـروي، د اقتصادي ودې او دوامدار پرمختګ لوړو درجو ته رسېدلي دي. خو برعکس، هغه ټولنې چې د ځوانانو ځواک نه کاروي، د بې‌کارۍ، فقر او ټولنیز رکود سره مخ کېږي.
نو ځکه، د ځوانانو رول د اقتصادي برخو د پیاوړتیا لپاره نه یوازې مهم، بلکې حیاتي ارزښت لري.
د دوی علمـي روزنـه، مسـلکي مهارتونه او د نوښت روحيه کولای شي یو هېواد له اقتصادي پلوه له پرمختیایي پړاو څخه په ځان بسیاینې او سوکالۍ پړاو ته ورسوي.
د بېلګې په توګه:
مارک زوکربرګ د فیسبوک بنسټګر، چې په ۲۰۰۴م کال کې یوازې ۱۹ کلن ؤ، د هغه نوښت د نړۍ د اړیکو طرز بدل کړ. تر ۲۰۲۰م کال پورې فیسبوک نږدې ۶۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې وه او تر ۲۰۲۵م کال پورې د زاکربرګ شتمني شاوخوا ۲۷۰ میلیارد ډالرو ته لوړه شوه. ایلان ماسک د تیسلا بنسټګر، په ۲۰۰۲–۲۰۰۳ کې د ۳۰ کلنۍ په عمر خپلې کمپنۍ په کار واچولې، چې د بریښنایي موټرو او فضا ته د راکټ جوړونې په صنعت کې یې یو ستر انقلاب رامنځته کړ. تر ۲۰۲۳م کال پورې په ټیسلا کمپنۍ کې له ۱۰۰ زرو څخه زیاتو کسـانو کـارکاوه او د بـریښنایي وسایلو۴۰ سلنه نړیوال بازار یې په خپل واک کې راوست.
وانګ زیلونګ: په چین کې یې پانګونه وکړه او د ۲۴ کلنۍ په عمر یې د میلیاردونو ډالرو شتمني جوړه کړه.
تر ۲۰۲۵م کال پورې د هغه شتمني ۱.۰۷ میلیارد ډالرو ته لوړه شوه، چې د چین د کیمیاوي موادو او رنګ جوړونې په صادراتو کې مهم استازی شو.
دغه بېلګې ښيي چې، ځوانان نه یوازې د خپل هېواد اقتصاد ته وده ورکوي، بلکې د نړۍ په اقتصادي ډګر کې هم بدلون راوستلی شي.
پایله:
ځوانان د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یوه نه ‌بدلېدونکی ځواک ګڼل کېږي.
هغه هېوادونه چې د ځوانانو فکر، مهارت او ځواک ته ارزښت ورکوي، ژر د پرمختګ پړاو ته رسيږي.
په افغانستان کې هم باید د ځوانانو اقتصادي ونډه پراخه شي، تر څو هېـواد د فقـر، بې‌کـارۍ او له اقتصادي کمزورتیا څخه خلاصون ومومي او د دوامدار پرمختګ پر لور ګام واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...