څه موده د مخه مې د ګوسفندي ژورنالیزم په اړه لیکلي و چې اکثره رسنې خپل تولید نه لري نو د نورو د ټویټونو، لیکنو، خبر او تحلیلونو نه کټ او پیست کوي. کټ او پیست باندې یوه رسنې خپل اعتبار نشي تر لاسه کولې.
اوس چې ګورم، اکثره په نامه سیاسي ډلې، اشخاص او فعالین هم په سیاست کې د ګوسفندي ژورنالیزم غوندې د ګوسفندي مبارزې او سیاست لار تعقیبوي. دا چې دوی خپل فکري تولید نه لري، نو د نورو خبرې کټ او پیست کوي. همدا علت دی چې د دوی موقف سهار یو قسم او ماښام بل قسم وي.
سیاسي او مدني مبارزې لپاره اصولي تګلاره او فکري استقرار مهم دی. د سیاست او مبارزې مؤخه د قدرت نیول او پروژو اخستل باید نه وي بلکې نهایي هدف د افغانستان ثبات، سوکالي او ملي وحدت تامینول وي چې ټول افغانان د اساسي قانون په چوکاټ کې په ګډه سره ژوند، کار او سیاست وکړي.
هدف د مبارزې، ځان محوري نه بلکې ملي محوري وي. که ملي ګټې خوندي نه وې، نو انفرادي ګټې هڅکله خوندي کیدلې نشي.
د جمهوریت د سقوط نه وروسته، د جمهوري غوښتونکو خوځښت لومړنې سیاسي فکري خوځښت و چې د همفکره افغانانو په خپل ابتکار پیل او د ملي ګټو په رڼا کې اصولي موقف او تګلاره اعلان کړله.
زمونږ د فکري خوځښت ملګري، او همدا شان وروسته د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت شاملې سیاسي ډلې، د پیل نه تر اوسه سره متعهد پاتې شوي ځکه پروژوي اهداف نه لري او د بهرنیانو او داخلي پخوانیو او اوسنیو لوبغاړو په چمونو پوهیږي او نه غولیږي.
په تیرو څلورو کلونو کې زمونږ دریځ ډیر واضحه او ثابت و او دی.
د جمهوري غوښتونکو خوځښت لاندې څو ټکي د خپل دریځ او مبارزې اساس ګڼي:
1. جنګ د مسایلو د حل لاره نه ده ځکه د جنګ عقبه به بیا په اسلام اباد یا تهران کې وي او د هغوي په شومو اهدافو نه غولیږو.
2. د جمهوریت غوښتونکو خوځښت لکه د ځینو سیاسي او جنګ پلوو ډلو په شان د اسلام اباد، تهران یا نورو هیوادونو نه مشروعیت او ملاتړ نه غواړي بلکې د افغانانو خپل ابتکار او ملاتړ ته اهمیت ورکوي.
3. د نفې او انحصار د قدرت سیاست، پخوا هم نتیجه نه ده ورکړې، اوس هم ننیجه نه ورکوي او راتلونکې کې هم.
4. نه نورې سیاسي ډلې طالبان نفې کولې شي او نه طالبان نور ولس او ملي سیاسي حرکتونه.
5. ټول افغانان، ښځې او نر، د اساسي قانون په چوکاټ کې د ژوند، کار او سیاست حق لري.
6. بې له مشروع او قانونمند نظام نه په یو هیواد کې فزیکي، بشري او رواني امنیت نشي تامین کیدلې.
7. غیر مشروع او غیر قانونمند حاکمه ډله پخپله سیمه ایز او نړیوال رقابتونو ته زمینه مساعدوي او افراطیت تقویه کیږي چې دا دافغانانو او سیمې په ګټه نه ده.
8. د حل لار، د افغانانو په خپل ابتکار، د لوی جرګې راغوښتل دي چې ټول اقشار او د افغانستان د ټولو سیمو ولسي استازي پکې ګډون ولري چې د افغانستان د راتلونکې لپاره عملي تګلاره تصویب کړي.
9. په اوسني وخت کې دا د طالبانو د حاکمې ډلې مسوولیت دی چې د لوی جرګې لپاره زمینه مساعده کړې که نه د راتلونکو نیابتي جګړو، او رقابتونو مسوولیت به هم د دوی په غاړه دی.
10. که م زر ما ټوله زما وي، دا وړۍ نه شړۍ کیږي.
11. د افغانانو او وطن په ګټه، چې هر چیرته اوسو، ښو ته ښه او بدو ته به بد وایو او د چا نه ویره نه لرو او نه د چانه امتیاز غواړو او نه په چا د خپلو کړنو احسان کوو ځکه دا خپل ملي رسالت او مسوولیت ګڼو.
په دې خاطر، د بهرنیانو او ګاونډیانو په اشاره، د هیچا په پټو سترګو ملاتړ او مخالفت نه کوو. ملاتړ او مخالفت باید د ملي ګټو په چوکاټ کې وي چې افغانستان او افغانانو ته خیر ورسولې شي نه شر.
- شاه محمود میاخیل
- د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مشر او د ننګرهار پخوانۍ والي
Facebook
Twitter
LinkedIn
E-mail
سلام
پوښتنه:
میاخیل صاحب ټوکه کوې اوکه جدی یی؟ دلته پنځه لسیزې د رژیمونو د بدلېدو رابدلیدو «کټ اوپېست» دای ای اس ای په پتیو« دال» روان دی ایا تاسې کوم وخت دولس جایګاه په کوم رژیم کې احساس کړلې چې هغه واقعا ملی محوره موقف څخه یې استازیتوب کړی وی؟