جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونههند د فشار پر ځای د طالبانو له حکومت سره د پراګماتیک...

هند د فشار پر ځای د طالبانو له حکومت سره د پراګماتیک تعامل غوښتنه وکړه

تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۰ مه) هند د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې له طالبانو سره د چلند پر مهال له عملي (پراګاتیک) او متوازن دریځ څخه کار واخلي او ټینګار یې کړی چې باید تعامل د مثبتو ګامونو د هڅولو پر بنسټ وي، نه یوازې د مجازاتو لپاره پر اقداماتو.

دا څرګندونې په ملګروملتو کې د هند دایمي استازي هریش پرفتنني د افغانستان د وضعیت په اړه د امنیت شورا په ناسته کې وکړې.

سفیر پرفتنني وویل چې د هند او افغانستان اړیکې د زرګونو کلونو تاریخي او تمدني پیوندونو پر بنسټ ولاړې دي، او همدا تاریخ د هند د اوسني دریځ لارښوونه کوي.

هغه زیاته کړه:
“هند د افغانستان له ولس سره خپلې تاریخي او تمدني اړیکې ډېرې ارزښتمنې بولي او همدا ګډ تاریخ زموږ کړنې او اړیکې رهبري کوي.”

سفیر ټینګار وکړ چې هند تل د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ ملاتړ کړی او په ټولو سیمه‌ییزو بحثونو کې ګډون کوي، په ځانګړي ډول د دوحې په کاري ډلو کې. نوموړي وویل چې سیمه‌ییزه او نړیواله همغږي په دې حساسو شرایطو کې ډېره مهمه ده.

هغه یادونه وکړه چې هند په افغانستان کې د پرمختیايي همکاریو تر ۵۰۰ زیاتې پروژې عملي کړي او هند ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له سفر وروسته، هند د روغتیا، عامه زیربناوو او د ظرفیت جوړونې په برخو کې د همکاریو د پراخېدو پرېکړه کړې ده. هند د خوراکي امنیت، روغتیا، تعلیم او سپورت په برخو کې د ملګرو ملتونو له ادارو سره کار ته دوام ورکوي.

پرفتنني وویل چې هند د افغانستان په روغتیايي سیکتور کې د پام وړ نوې پروژې پیل کړې دي، لکه:

  • د کابل د تلاسیمیا مرکز او تشخیصاتي مرکز جوړول
  • د اندراګاندي د ماشومانو روغتون د تودوخې سیستم بدلول
  • په بګرامي په ولسوالۍ کې د ۳۰ بستریز روغتون جوړول
  • د انکولوژۍ مرکز، ټراما سنټر او د پنځو زېږنتونونو جوړول

هغه زیاته کړه چې هند ۷۵ افغانانو ته مصنوعي پښې ورکړي او د افغان ناروغانو درملنه لا هم په هند کې روانه ده. د امبولانسونو یوه نوې جوپه هم د متقي د سفر پر مهال افغانستان ته وسپارل شوه.

هند دپه افغانستان کې له وروستیو زلزلو وروسته هم د بېړنیو بشري مرستو په وړاندې کولو کې مخکښ و او د ویجاړو شویو کورونو په بیارغونه کې مرسته کوي. د غنمو مرسته، د ماشومانو د ښوونیزو توکو وېش، د بحران مرستې او له بېرته شړل شویو افغان مهاجرو سره ملاتړ هم د هند د مرستو برخه ده.

سفیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راپور یادونه وکړه او ویې ویل چې د جبري ستنو کړل شویو افغان کډوالو شمېر تر ۲ میلیونو ډېر شوی چې د افغانستان د اوسېدونکو شمېر یې ۶ سلنه لوړ کړی او د کور، خوړو او ادغام اړوند ستونزې یې ډېرې کړي دي.

هغه پر پاکستان سخت انتقاد وکړ او ویې ویل چې د وروستیو سرحدي نښتو له امله سوداګرۍ ته زیان او د خلکو بې‌ځایه کېدل د سیمې پر ثبات بد اغېز کړی، په ځانګړي ډول د میوو د حاصلاتو په موسم کې.

نوموړي وویل:
«هیڅ هېواد نه شي کولی چې په وچه کې د یوه ایسار هیواد خلاف له سوداګرۍ او ترانزیټ څخه د هغه د کمزوري برخې په توګه د فشار د وسیلې په توګه کار واخلي.»

هغه پر افغانستان هوایي بریدونه وغندل او ویې ویل چې د ښځو، ماشومانو او ورزشي لوبغاړو وژل د اندېښنې وړ دي.

هند ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید ډاډ ترلاسه کړي چې داعش، القاعده، لشکر طیبه، جیش محمد او ورته ډلې باید افغان خاوره د فعالیت لپاره ونه کاروي.

سفیر وویل چې هند له طالبانو سره په عملیاتي چارو او د تشویق پر بنسټ د تعامل ملاتړ کوي. هغه وویل چې یوازې د فشار او مجازاتو تګلارې د څلور نیمو کلونو په اوږدو کې کومه نتیجه نه ده ورکړې.

نوموړي ټینګار وکړ:
“یوازې مجازاتي اقدامات وضعیت نه شي بدلولی؛ باید یوه منسجمه او هڅوونکې تګلاره رامنځته شي چې مثبت بدلون ته لاره هواره کړي.”

سفیر پرفتنني دا هم وویل چې هند د افغانستان د پرمختیايي اړتیاوو ملاتړ ته ژمن دی. هغه یادونه وکړه چې په کابل کې سفارت کچې ته د هند د تخنیکي ماموریت لوړول د همدې ژمنتیا څرګندونه کوي. هند به له ټولو اړخونو سره ګډ کار ته دوام ورکړي ترڅو پرمختیايي پروژې، بشري مرستې او د ظرفیت جوړونې پروګرامونه د افغان ټولنې له اړتیاوو سره سم پیاوړي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...