جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهد امریکا یو استخباراتي چارواکی ادعا کوي چې ۱۸ زره ترهګر له...

د امریکا یو استخباراتي چارواکی ادعا کوي چې ۱۸ زره ترهګر له افغانستانه امریکا ته داخل شوي

تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۲۱ مه) د امریکا استخباراتي چارواکي وايي، د بایدن د حکومت پر مهال له افغانستانه راوستل شویو ۱۸ زره کسانو د ترهګرۍ د څار فهرست کې نومونه موجود دي

د امریکا د ترهګرۍ ضد ملي مرکز (NCTC) مشر، جوزف کینټ، د پنجشنبې په ورځ کانګرېس ته په خپلو خبرو کې ادعا وکړه چې فدرالي حکومت د ۱۸ زره هغو کسانو په اړه معلومات لري چې نومونه یې د FBI یا د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې د ترهګرۍ د څار په لیست کې دي او په ۲۰۲۱م کال له افغانستانه د بایدن د حکومت د «ناکامه» وتلو پر مهال امریکا ته راوستل شوي وو.

کینټ د استازو جرګې د کورني امنیت کمېټې استماعیه غونډې ته وویل چې مرکز په دې وروستیو کې «د اندېښنې وړ» پایلې ته رسېدلی چې څلور کاله وړاندې په امریکا کې د بیا مېشتو شویو کسانو په اړه ده.
هغه وویل:
«NCTC شاوخوا ۱۸ زره پېژندل شوي او شکمن ترهګر کسان موندلي چې د بایدن حکومت هغوی پرېښي چې امریکا ته داخل شي.»

له دې ډلې څخه ۲ زره کسان له ترهګرو ډلو سره تړاو لري

کینټ زیاته کړه:
«له دې ډلې ۲ زره کسان مو پېژندلي چې له ترهګرو سازمانونو سره اړیکې لري. دا اوس زموږ د هېواد لپاره تر ټولو لوی تروریستي ګواښ دی. او په دې شمېر کې هغه کسان نه دي شامل چې د پرانیستې پولې له لارې په غیرقانوني ډول راغلي دي، چې شمېر یې لا هم نا معلوم دی.»

ده دا ادعا په داسي حال کې وکړه چې تراوسه پورې په وشانګټن ډي سي کې د نیول شوي افغان لکڼوال په اړه هیڅ داسي شاهدي او ثبوت نه دی موندل شوی چې له تروریستي ډلو سره د نوموړي اړیکې وښيي.

کینټ وویل:
«زما په اند، تر ټولو لوی ګواښ دا دی چې موږ نه پوهېږو په تېرو څلورو کلونو کې د بایدن د پرانیستو پولو له امله هېواد ته څوک داخل شوي دي.»

د ده اشاره هغو زرګونو کسانو ته وه چې د بایډن د حکومت په مهال له مکسیکو څخه په غیرقانوني لارو امریکا ته داخل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...