تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۰ مه) پاکستان د پنجشنبې په ورځ د افغان دیني عالمانو د هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې پکې یې د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادونو د برید نه کولو غوښتنه کړې ده.
پرون (چهارشنبه) په کابل پوهنتون کې دیني عالمانو په یوه ناسته کې ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ بل هېواد د ګواښلو یا زیان لپاره ونه کارول شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي دا پرېکړه “مثبت ګام” وباله.
خو هغه په عین حال کې وويل چې په تېرو وختونو کې هم ورته ژمنې شوې وې، خو د طالبانو حکومت پرې عمل نه دی کړی.
اندرابي یو ځل بیا د اسلاماباد غوښتنه تکرار کړه چې کابل باید لیکلی تضمین وړاندې کړي چې د افغانستان خاوره به د ترهګرو ډلو له خوا د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي.
ویاند وویل: “یاده پرېکړه لیکلې او پوره تضمین نه شي بلل کېدای.”
هغه وویل چې اسلاماباد د افغانستان د خلکو هوساینه ارزښتمنه ګڼي او هر وخت تیار دی چې بشري مرستې ورسره وکړي.
راپورونه وايي چې د پاکستان اصلي غوښتنه دا ده چې د طالبانو عمومي مشر ملاهیبت اله اخوندزاده دې په پاکستان کې جهاد ناروا وبولي. پاکستان فکر کوي تر هغو چې د طالبانو مشر داسي فتوا نه وي صادره کړې د پاکستان د حکومت پر ضد جنګېدونکې ډلې په تېره بیا ټي ټي پي له جګړې لاس نه اخلي خو طالب چارواکو د پاکستان د دې ډول غوښتنې منلو ته تیار نه دي او وايي چې د پاکستان له کورنیو چارو سره کار نه لري. او نه دا ځان ته حق ورکوي چې د پاکستان د کورنیو ستونزو په اړه فتوا ورکړي.
د دواړو هیوادونو ترمنځ د اکتوبر له میاشتې چې پاکستان پر کابل او پکتیکا بمباري ورکړهو اړیکې خورا ترینګلې شوي دي. او تراوسه یې څو ځلې د یو بل پر سرحدي پوستو سخت بریدونه کړي دي.
ددې عالمانو دې بیخ شین شي چې د نجونو د ښونځو د خلاصون یا داخلي ستونځو د حل لپاره هیڅکله راغونډ نشو خو د طالب په خوله د پاکستان د غوښتنو دپاره تیارسۍ حاضر شو. زما خو د طالب او پنجابي اختلاف باندې یو فیصد باور هم نشته، دلته په پوله ټک ټوک او هلته ټک ټوک تر څو دې ویده او کور مغزي ولس ته وښایی چې مونږ جوړ نه یو او دا پچ سری ولس هم نغاره راواخلي چې طالب زنده باد د پنجاب دروازې او پوستې یې ویجاړې کړې. کینه بیسواده ولسه.