جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهد کډوالو وزارت: روانه میاشت ۱۴۶ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه...

د کډوالو وزارت: روانه میاشت ۱۴۶ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

تاند ( پنج شنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۰مه) د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې لیندۍ میاشت له لومړۍ تر ۱۸مې نېټې ۱۴۶ زره او ۱۵۳ تنه افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دغه افغان کډوال له پاکستان، ایران او ترکیې څخه په خپله خوښه یا هم په زوره ایستل شوي دي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې، د پاکستان او عراق له زندانونو ۲۲۸ تنه افغان بندیان ازاد شوي دي.

دغه وزارت نن (پنج شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، په روانه اونۍ کې ۲۲۴ تنه د پاکستان له زندانونو څخه تر دوه میاشتني بند وروسته د کندهار د بولدک او څلور نور د عراق له زندانونو څخه تر درې میاشتني بند وروسته د نیمروز د ورېښم له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې، له یادو بندیانو سره تر راستنېدلو وروسته د مرستندویو سازمانونو له خوا مرستې هم شوي او تر خپلو سیمو لېږدول شوي دي.

د یادونې ده چې، تېره اوونۍ هم یاد وزارت د همدغو هیوادونو له زندانونو څخه د ۴۰۳ تنو افغانانو د راخوشې کېدلو او هیواد ته د هغوی د راستنېدلو خبر ورکړی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...