Homeخبرونه‏پاکستان کې د ناامنۍ شدت؛ وسله والو یو ښوونځی په بمونو الوزولی

‏پاکستان کې د ناامنۍ شدت؛ وسله والو یو ښوونځی په بمونو الوزولی

تاند ( پنج شنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۰مه) د رسنیو د راپورونو له مخې د شمالي وزیرستان د میرعلي په خوشحالي کلي کې ناپېژانده وسله والو د یوه ښوونځي ودانې په بمونو الوزولې ده.

د راپورونو له مخې د دغه ښوونځي ډېری برخې بشپړې تخریب شوي.

دغه راز په ښوونځي کې پر زده کړو د بوختو ۶۰۰ زده کوونکو درسي بهیر هم ځنډول شوی دی.

د یادې لېسې د ویجاړۍ مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

اخوا پښتونخوا کې د ملي جمهوري غورځنګ مشر، محسن داوړ دا د “طالب پروژې” کار بللی او خبرداری یې ورکړی چې دا د پښتنو ماشومانو او سیمو لپاره یې لوی ګواښ دی.

پاکستان کې نا امني اوج ته رسېدلي او د کارپوهانو په باور د عامو خلکو ترڅنګ یې حکومت هم د کنټرول لارې ورکې کړې دي.

1 COMMENT

  1. دغه ښوونځي په بمونو خنزیر د یهود چیچی پنجابی ای ایس ای الوزوي. دغه د بل چا کار نه ده بیله خنزیره پنجابي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...