جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله عبدالله: د سولې په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی

عبدالله عبدالله: د سولې په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی

تاند (جمعه د عقرب ۲۳) د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، جګړه د حل لاره نه ده او طالبان باید خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

ښاغلي عبدالله چې د هرات نهمې امنیتې ناسته کې د ګډون لپاره دغه ولایت ته تللی وايي، دوحه کې يې افغان پلاوي ته سپارښتنه دا ده چې له زغم او حوصلې کار واخلي او مخته ولاړ شي.

هغه په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د نه پرمختګ په اړه اندیښنه څرګنده کړه، خو وايي بیا هم تمه لري چې د افغانستان پیچلي جګړه د خبرو له لارې حل شي نه د جګړې له لارې.

عبدالله وايي، د سولې لپاره مو هره لاره وړاندیز کړې ده، خو که طالبان یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره هڅه نه کوي، نو په هغه صورت کې پکار ده چې د افغانستان خلک پرېکړه وکړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس په دې وروستیو کې په هېواد کې د تاوتریخوالي زیاتوالي ته په اشارې سره وویل چې دا تاوتریخوالی هیچاته د منلو وړ نه دی او طالبان دې ددې پر ځای د سولې لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي او د خبرو له لارې دې یوې پرېکړې ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح چې تېره شپه یې یاد کنفرانس ته  وېډیو کنفرانس له لارې وینا کوله وویل چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ شوې هوکړه په رسمیت نه پېژني او نه یې ترې هرکلی کړی دی.

صالح طالبان په هېواد کې د وروستیو تروریستي پېښو په ځانګړي توګه پر کابل پوهنتون د برید عاملین یاد کړل.

د صالح په خبره افغان حکومت په خپلو ژمنو عمل کړی او ددې لپاره چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي او د سولې لپاره یو فرصت رامنځته شي د طالبانو تر پینځه زرو زيات بنديان ازاد کړي چې شپيته هغه يې د مخدره توکو قاچاق وړونکي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب