جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه ټول هېواد کې د کورونا ۱۷۴ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي

په ټول هېواد کې د کورونا ۱۷۴ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي

تاند (جمعه، د عقرب ۲۳) د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي چې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کورونا وبا ۱۷۴ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په ټول هېواد کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۲۹۶۹ ته ورسېد.

روغتیا وزارت ویلي، دوی په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کورونا وبا ٥٩۱ شکمنې پېښې ازمویلي چې ۱۷۴ يې مثبتې دي.

د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په یاده موده کې د دې ناروغۍ له امله څلور کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٥٩۵ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د کورونا پېښې يو ځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

روغتیایي چارواکي هم وایي چې د ژمي په راتګ سره ښایي د کورونا پېښې زیاتې شي خو زیاتوی که خلک روغتیایي لارښوونې عملي کړي د دې ناروغۍ د پراختیا مخه به ونیول شي.

2 COMMENTS

  1. له روغتیا وزارت مو هیله دا ده چې، ارقام د تېرو ورځو یا تېرو څو اونیو په نسبت وښيي، ځکه ښکاري چې وبا مخ پر زیاتیدو ده، مګر د روغتیا وزارت ګزارشونو کې همدا کلیشه يي ارقام راځي چې سږ کال د کرونا پيښې ….. ته ورسېدې. پکار دا ده چې ووایي پرون څومره پيښې وې؟ هغه بله اونۍ؟ یا هغه بله میاشت او څوسلنه زیاتې\ کمې شوې دي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب