جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار د زيتونو سږنی حاصل ۵۰۰ ټنه اټکل شوی

د ننګرهار د زيتونو سږنی حاصل ۵۰۰ ټنه اټکل شوی

تاند (جمعه، د عقرب ۲۳) د ننګرهار وادې کرنيز شرکت مسئولان وايي چې، سږکال به د زیتونو کابو پنځه سوه ټنه حاصل تر لاسه کړي.

د یاد شرکت ویاند سیدهمایون غریبمل تاند وېب پاڼې ته وویل، دوی د سږنیو زیتونو له لس ټنو څخه اچار او ۴۹۰ ټنو څخه به يې له پروسس وروسته تېل تولید کړي.

نوموړی وایی، د ننګرهار کانال په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه کې، چې يو مهال د زيتونو بوټو شتون درلود اوسمهال يواځې ۱۷۲۰ هکتاره ځمکه کې له ونو څخه زيتون ترلاسه کيږي.

د کانال شرکت مسولان وایي دوی په پلان کې لري چې په ۸۷ هکتاره ځمکه کې تازه د زيتونو نوي بوټي کينوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب