Homeخبرونهد کشمير پر پوله د پاکستاني او هندي ځواکونو تر منځ نښته...

د کشمير پر پوله د پاکستاني او هندي ځواکونو تر منځ نښته شوې

تاند ( جمعه، د عقرب ۲۳) د پاکستان د پوځ مسولان وایي د کشمیر پر پوله د هندي او پاکستاني عسکرو ترمنځ نښته شوې چې، پکې د هندي عسکرو په ډزو یو عام وګړی وژل شوی او درې تنه ټپيان شوي دي.

سرچینه وایي پاکستاني عسکرو په دې نښته کې د هند پوځي پوستې په نښه کړي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ویلي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ویلي، چې هندي عسکرو د کشمیر پر پوله د اوربند د تړون څخه په سرغړونې پاروونکې ډزې کړي دي چې پکې یو عام وګړی وژل شوی او د دوو میرمنو په ګډون درې تنه ژوبل شوي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات د هند لوړپوړی سفارتي چارواکی ور بللی او د اوربند د تړون څخه په سرغړونه یې ورته اعتراض وړاندې کړی دی.

1 COMMENT

  1. یاره الله خو دی په جنګ سره واچوی تر څو دا دله ګان د افغانان له زړو راشی. یا الله دی وچسپوې په درز سره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...