جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر د کمانډو ځواکونو د ټولي د یوه قومندان کبیرجان مېړانه وستایله

ولسمشر د کمانډو ځواکونو د ټولي د یوه قومندان کبیرجان مېړانه وستایله

تاند (جمعه، د عقرب ۲۳ ) ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې وړاندې په ارزګان ولایت کې د کمانډو ځواکونو د ټولي یو تن قومندان تورن کبیرجان سره ټلیفوني خبرې وکړې.

ولسمشر په دې تیلیفوني خبرو کې د تورن کبیرجان او د هغه د ملګرو مېړانه او زړورتیا چې د ارزګان ولایت پر دهراود ولسوالۍ د طالبانو د بریدونو په دفع کولو کې یې ښودلې وستایله.

هغه زیاته کړه تاسې د هیواد د کمانډو ځواکونو د زړورو ځوانانو روښانه بېلګه یاست.

د دې خبرو پرمهال تورن کبیر ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې د تېر په څېر به دښمن ماتوي او اجازه به ورنکړي چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

ولسمشر داسې مهال د کبیرجان د مېړانې ستاینه کوی چې، په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې نا امنۍ سخت زور اخیستی.

د پوځي چارو شنونکي وایي د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو ملاتړ او ستاینه دوی لا پیاوړی کولای شي.

2 COMMENTS

  1. ګرانو وطنوالو افغان سرتیری زمونږ دننګ او ناموس ساتونکی دی
    زمونږ عزت او وقار دوی راژوندی ساتی۰
    پدی جنګ کښی تورمخی دشمن زمونږ پر خاوره بی شرمانه خملی کوی
    هو دا با غیرت سر تیری دی چه د سپر په شان د دشمن مخی ته ولاړ دی۰
    راشی په ګډه ددی هیواد ساتونکو په کلکه ملاتړ وکړو هر نوع همکاری ته ور ودانګو۰
    اقتصادی/فزیکی او اخلاقی ملاتړ یی وکړو۰
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب