جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهفرانسې له امریکا وغوښتل چې د ځواکونو په ایستلو کې بیړه ونه...

فرانسې له امریکا وغوښتل چې د ځواکونو په ایستلو کې بیړه ونه کړي

تاند(جمعه، د عقرب۲۳) په داسې حال کې چې د ټرمپ اداره له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو پلان جوړوي د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر یان یاویس لې دوریان د امریکا له متحدو ایالتونو څخه وغوښتل چې له افغانستان او عراق څخه د ځواکونو په ایستلو کې له بېړې کار وانخلي.

ده وویل، د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پامپیو ته به په زغرده ووايي چې هیواد یې له افغانستان او عراق څخه د امریکايی پوځیانو د یو اړخیزه وتلو مخالف دی.

ټاکل شوې ده چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی دورین راتلونکې اوونۍ په پاریس کې د امریکا له باندنیو چارو وزیر مایک پامپیو سره وویني او له افغانستان او عراق څخه د پوځیانو د ایستلو په اړه ورسره خبرط وکړي.

دورین د بي ایف ایم تلویزیون د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د ایستلو پرېکړې ته په اشارې وویل:

«زموږ په نظر دوی باید دا کار ونه کړي، او دوی باید له عراقه هم ځواکونه ونه باسي. دا هغه څه دي چې زه به دوی ته ووایم.»

د فبرورۍ په ۲۹ نېټه په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې پر اساس امریکايي پوځیان باید د راتلونکي کال تر مې میاشتې له افغانستانه په هغه صورت کې ووځي چې طالبان په موافقه کې درج شرطونه پوره کړي.

خو د امریکا اوسني ولسمشر په وروستیو کې وویل چې تر کرسمیس پورې دې ټول امریکايي پوځیان خپل هیواد ته وګرځي.

ویل کېږي چې د امریکا له مخکیني دفاع وزیر مارک ایسپر سره، چې دا اوونۍ د ولسمشر ټرمپ له لوري له دندې ګوښه شو، تر یوه حده له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پر سر د اختلاف موضوع مطرح وه.

په همدې حال کې د امریکا د سنا جرګې جمهوریپال مشر له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي چې له افغانستان او عراق څخه امریکايي پوځیان وباسي.

اندي بیګس د پخوانیو پوځیانو د ورځې په مناسبت ولسمشر ټرمپ ته په استولي لیک کې ویلي، سره له دې چې له بهرنیو هیوادونو څخه د ولسمشر ټرمپ د اقداماتو ستاینه کوي خو غواړي چې ټول پوځیان خپل هیواد ته راولي.

ده دغه راز ویلي چې د افغانستان نولس کلنه جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده خو له دې سره سره په افغانستان کې حالات تقریباً هماغسي دي چې په ۲۰۰۱ کې وو.

له بلې حوا امریکايی رسنۍ وايي، د دفاع وزارت نوی سرپرست وزیر کریستوفر میلر به له افغانستانه د پوځیانو د ژر ایستلو لپاره د پوځ متقاعد ډګروال داګلاس مکګریګر (Douglas Macgregor) د جګپوړي سلاکار په توګه وګوماري.

د مکګریګر ګومارنه داسې انګېرل کېږي چې د امریکا اوسنی حکومت، چې د کار دوره یې په جنورۍ کې پای ته رسېږي، غواړي له منځني ختیځ او افغانستانه خپل پوځیان ژر وباسي.

مکګریګر په ۲۰۱۹ م کال له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي و، ولسمشر ټرمپ ته یې سپارښتنه دا ده چې څومره چې ژر کېدای شي له افغانستانه نور پوځیان وباسي.

ده دا هم ویلي و چې له طالبانو سره خبرې ضروري نه دي او امریکا دې خپل سفارت هم له کابله وباسي.

د ده په باور د سیمې هیوادونه په افغانستان کې لېوالتیا لري، باید هغوی پرېښودل شي چې هلته څه کوي.

دغه پخواني ډګروال د سوریې په اړه هم د ورته میتود سپارښتنه کړې او ویلي یې دي چې امریکا په سوریه کې هیڅ راز ملي ګټې نه لري.

د نشنل ریفیو خپرونې پر اساس پر مکګریګر له دې کبله نیوکې شوي چې د مسلمانانو او بې اسناد کډوالو په اړه افراطي څرګندونې کوي.

سي این این وايي چې ده پر جرمني هم انتقاد کړی چې ولې یې مسلمانو پناه غوښتونکو ته غېږ پرانیستې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب