جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهدیپلومات: بایډن باید له طالبانو سره د سولې موافقه لغوه کړي

دیپلومات: بایډن باید له طالبانو سره د سولې موافقه لغوه کړي

(شنبه، د عقرب۲۴) دیپلومات امریکايي مجلې د امریکا له نوي منتخب ولسمشر جو بایډن څخه غوښتي چې له طالبانو سره د ټرمپ د حکومت موافقه پای ته ورسوي.

د دیپلومات په باور له طالبانو سره د ټرمپ د ادارې موافقه له هماغه پیله ناکامه وه ځکه چې په دې موافقه کې په افغانستان کې د پاکستان پر رول سترګې پټې شوې وې.

دیپلومات وايي، د امریکا او افغانستان له لوري دا یوه بده تېروتنه وه چې د سولې په خبرو کې یې پاکستان شامل کړ ځکه چې پاکستان غواړي چې افغانستان پر خپل یوه اسلامي قمر (ګوډاګي) بدل کړي.

مجله زیاتوي، د ټرمپ حکومت حتي د ۲۰۰۹ کال له هغه درسه عبرت وانه خیست چې د اوباما حکومت وغوښتل له طالبانو سره خبرې وکړي خو نهیلی شو ځکه چې پاکستان د خپلو ګټو پر ساتنې ټینګار کاوه.

د دیپلومات په باور، پاکستان تل په دې نظر دی چې که په افغانستان کې د سولې خبرې ناکامېږي، ګټونکی یې پاکستان دی، ځکه چې دا هیواد د طالبانو له لارې په افغانستان کې د خپل نفوذ په لټه کې دی، او که د سولې خبرې بریالۍ کېږي، بیا هم پاکستان ګټونکی دی ځکه چې نفوذ یې د کمزوري افغان حکومت او طالبانو د شریک حکومت په نتیجه کې د افغانستان دولت ته خپرېږي.

دیپلومات باور لري چې د پاکستان تر تسلط لاندې افغانستان به د القاعده او داعش په شمول د اسلامي غورځنګونو خوندي پناهځای وي او له هغه ځایه به دوی د امریکا او اروپا پر ضد حملې کولی شي. خو که امریکا له افغانستانه خپل پوځیان او تاسیسات وباسي، د وضعیت په بدلولو کې به یې اغېز خورا کم شي او دا به ګرانه وي چې بېرته راستون شي ځکه چې پاکستان به لار نه ورکوي او روسیه هم دا ځل ورسره مخالفت کوي.

مجله وايي، سره له دې چې د افغانستان جګړه په امریکا کې له دې کبله د خلکو له مخالفت سره مخامخ ده چې امریکایان پکې وژل شوي او ډېرې پیسې پرې لګول شوي، راتلونکي ولسمشر جو بایډن ته پکار ده چې له طالبانو سره د ډونالډ ټرمپ ناکام تړون لغوه کړي او د افغانستان د دولت او طالبانو د خبرواترو له ملاتړه لاس واخلي. له طالبانو سره سوله د امریکا لپاره ښه پایله نه شي لرلی او سره له دې چې د اوسني ولاړ حالت د بدلولو امکانات نه لیدل کېږي خو هغه افغانستان چې د پاکستان تر تسلط او کنټرول لاندې وي یا هغه افغانستان چې د امریکا له پوځي ملاتړه بې برخې وي، خورا خطرناک دی.

مجله زیاتوي، د پاکستان پوځ له نولس سوه شپېتمه لسیزه راهیسې (چې بنګله دېش خپلواکي واخیسته) په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق د ستراتیژۍ د عملي کولو هڅه پیل کړې ده. د دې ستراتیژۍ اصلي هدف تر افغانستان ډېر هند دی. د بنګله دېش یا ختیځ پاکستان له بایللو وروسته د پاکستان پوځ د هند د حملې او پرمختګ په وړاندې یوه داسې ځای ته اړتیا احساسوي چې هلته بېرته خپل ځواکونه منسجم کړي او ځوابي حملې ته تیار کړي.

د پاکستان لپاره افغانستان هغه ځای دی چې که یې حکومت د اسلام اباد تر اغېز لاندې وي نو خپل ځواکونه به هلته شا ته بیايي او له هغه ځایه به بېرته پر هند حملې ته ځان تیاروي.

د خپرونې په نظر پاکستان له وړاندې څخه په افغانستان کې کشمیري جنګیالي روزلي او بې له دې چې د هغو د روزنې مسوولیت په غاړه واخلي هند ته لېږلي دي.


د دیپلومات د تبصرې لیکوال: کارلو جې. وي، کارو (Carlo J.V. Caro) د امریکا د بهرنیو اړیکو او تروریزم څېړونکی دی.

3 COMMENTS

  1. ډیر په ځای او ریښتوني شننه د سیمي سرطان اوسنی پنجابستان بی تاریخه او غلا شوی د دروغو هیواد چی صرف د مذ حبی کریکی په بنیاد را مینځ ته شوی هیڅکله د یو پیاوړی او په ځان بسیا افغانستان نه غواړی.

  2. چټلستان په ازلي او ابدي توګه د افغانستان دښمن دی. دا ځکه چې نیمایي برخه یې د افغانستان خاوره ده چې پلیدو انګرېزانو په ۱۸۹۳ م کال کې لمړی هندوستان ته او وروسته بیا په ۱۹۴۷ م کال کې چټلستان ته ورکړه. دا دسیمې سرطاني دانه ښه پوهېږي چې افغانستان به تر قیامته هم په خپلې حقه او قانوني غوښتنې ټینګ ولاړ وي او وایي به چې مونږ خپله بېله شوې خاوره بېرته غواړو. نو همدا علت دی چې انګرېزان او چټلستان دواړه په افغانستان کې یو قوي او پرمختللی دولت نشي زغملی. مړه دې وي د افغانستان رنګارنګ دښمنان!! مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب