پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهقطر د سولې په برخه کې د لا ډېرو همکاریو ژمنه وکړه

قطر د سولې په برخه کې د لا ډېرو همکاریو ژمنه وکړه

تاند (پنجشنبه د عقرب ۲۲) ولسمشر اشرف غني د  قطر له امیر څخه د تاوتريخوالي د کموالي په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني نن غرمه د ټلیفون له لارې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره د افغان سولې او د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو او اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي.

په دې خبرو کې ښاغلي غني د قطر امیر ته ویلي، افغان حکومت او ولس تمه لرله چې تاوتریخوالی به کم شي خو له بده مرغه ډېر شوی دی.

د قطر د امیر په افغانستان کې وروستي بریدونه غندلي او د سولې برخه کې یې د لا ډېرو همکاریو ژمنه کړې ده.

په ورته مهال اروپايي ټولنې هم په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو لوریو غږ کړی چې ژر تر ژره اوربند وکړي.

د افغانستان لپاره د اروپايې ټولنې استازي رولانډ کوبیا پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د تاوتریخوالي کموالی نه غواړي، بلکې د سولې له بهیر سره یو ځای دې فوري اوربند وشي.

هغه ویلي، د سولې له بهیر سره د تاوتریخوالي کموالی او اوربند ته رسېدل یوه اوږده پروسه ده او وخت ته اړتیا لري، نو دواړه لوري باید ژر تر ژره اوربند وکړي.

1 COMMENT

  1. نه پوهېږم دوی نور څه ته ګوري. ددوی لا زیاته همکاري به دا اوضاغ نور هم غول تر غوله کړي. اسلامی هېوادونو او قطرد افغانستان عام وژنه یوازې په بې معنی غندونو خلاصه کړې ده. دا هسې په نامه اسلامی هېوادونه دي. والله که یو عمل یې د اسلام وي. پاکستان او ایران هم آسلامي هېوادونه دی، نور یې تاسو قیاس وکړئ چې دوی په افغانستان کې څه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب