پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+افغان الاصل بریتانیايي لوبغاړی: زه یې ترهګر بللم

افغان الاصل بریتانیايي لوبغاړی: زه یې ترهګر بللم

تاند- یو افغان، چې په ماشومتوب کې بریتانیا ته مهاجر شوی و، وايي چې د فوټبال د ټیم ملګرو به تروریست باله.

د بریتانیا رسنیو نن د مازیار ګوهر په قول ویلي چې په ماشومتوب کې برمنګهم ته راغی، د ده د کورنۍ پناه ومنل شوه او په ۲۰۱۶ م کال په حرفوي فوټبال کې ومنل شو او تر تېر کال پورې چې لا یې پښه نه وه ژوبله، فوټبال کاوه.

دی وايي، په دې منندوی دی چې ده ته په حرفوي فوټبال کې د لوبېدو چانس ورکړل شو خو په ځلونو د نورو لوبغاړو له لوري پېغورونه ورکړل شوي او ورته ویل شوي چې تروریست دی.

د سختدریځو ډلو د اعمالو له کبله اوس په ډېرو هیوادونو کې مسلمانان په دې نوم چې ترهګر دي ځورول کېږي.

1 COMMENT

  1. دا ټول ترهګریز صفت مسلمانانو ته طالبانو پر نصیب کړ. د ځان وژنی او انتحار رسم همدغو طالبانو په اسلام کی داخله کړ او د اسلام نوم یی پر ټوله نړمی بدنامه کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب