پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهولسمشر د شتمنيو تر ثبت وړاندې پر وکيلانو او جګپوړو مقاماتو د...

ولسمشر د شتمنيو تر ثبت وړاندې پر وکيلانو او جګپوړو مقاماتو د سفر بنديز لګولی

تاند ( پنج شنبه، د عقرب ۲۲) د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي ترڅو چې د ملي شورا غړي او لوړپوړي مقامات خپلې شتمنۍ ثبت نه کړي، د سفرونو اجازه نه ورکوي.

ولسمشرغني دا خبره نن له غرمې وړاندې د اروپایي ټولنې د فساد پر وړاندې مبارزې شپږم کلني کنفرانس کې وکړه.

ارګ وايي، په دغه کنفرانس کې ولسمشر وویل، د دولت د ټولو کارکوونکو بایومتریک بشپړشوی او الکترونیکي تذکره زموږ له لومړیتوبونو څخه ده.

ولسمشر دغه راز زیاته کړې، تر هغې چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې وکیلان او لوړپوړي مقامات خپلې شتمنۍ ثبت نه کړي، د سفرونو اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر ویاند صدیق صديقي وایي ولسمشر نن د يوه فرمان پر اساس د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې يو کميسيون هم منظور کړی دی.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d8%a7%d8%af%d8%a7%d8%b1%d9%8a-%d9%81%d8%b3%d8%a7%d8%af-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d9%85%d8%a8%d8%a7%d8%b1%d8%b2%db%90-%da%a9%d9%85%db%90%d8%b3%d9%8a%d9%88%d9%86/

3 COMMENTS

  1. یاره ولسمشره داسې کارونه کوې، چې بیا یې نشې کولای. یو کار دې هم په سمه او بشپړه توګه سر ته و نۀ رسوۀ. فساد په ټولنه کې داسې ریښې ځغلولي چې اېستل یې اسانه کار نه دی. دې کار ته په جدي او صادقانه توګه دوام ورکړه، له چا مه ډارېږه او عملي جامه ورواغونده. د یو څو رایو او سیاسي ګټو لپاره د مفسدینو سره معاملې مه کوه. مننه

  2. سلامو علیکم وطنوالو// وجدان هغه محکمه ده چه قاضی ته حاجت نه لری۰
    غلا/رشوت /قعچاق/ددولتی منابعو نه استفاده/ طبیعی منابع لکه لرګی/معدنیات
    چورکول/ځمکی غصب کول/دولتی ما لیه نه ورکول او نور نامشروع ګټی یو رواجی شکل موندلی دی۰زمونږ جامعه کښی فساد یو فرهنګ ګرځیدلای دی
    تر هغی چه له ځان سره وجدانی تعهد ونه کړی۰اشرف غنی به کوم یو ونیسی۰
    که د مخشر د ورزی خساب باندی عقیده ولری نو د دی کارو به انکار کوی
    او که د مخشر د ورزی حساب نه منی نو ایمان نه لری۰
    د خلال او خرام فرق نه شته۰مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب