جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونههرات کې د زعفرانو حاصلات د تېر په پرتله لس سلنه ډېر...

هرات کې د زعفرانو حاصلات د تېر په پرتله لس سلنه ډېر شوي

تاند ( پنج شنبه، دعقرب ۲۲) د زعفرانو شپږمه جشنواره نن په هرات کې ترسره شوه.

په دې جشنواره کې د زعفرانو کروندګرو، پلورونکو او سوداګرو حضور درلود.

د هرات د کرنې ریاست مسولانو په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته وویلې چې، سږکال به په دغه ولایت کې د زعفرانو حاصلات ۲۰ ټنو ته ورسېږي.

د هرات د کرنې ریاست مرستیال بشیر احمد احمدي وایي دا شمېره د تېر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښیي.

احمدي زیاتوي چې د افغانستان د زعفرانو ۹۰ سلنه په هرات کې تولیدېږي او سږکال به په دغه ولایت کې پر ۸۰ زره هکټاره ځمکه د کرل شویو زعفرانو حاصلات ۲۰ ټنو ته ورسېږي.

د نوموړي په خبره په هرات کې شل زره کورنۍ د زعفرانو پر کښت بوختې دي او ښه ګټه هم ترلاسه کوي.

د يادونې ده چې د افغانستان سره زر (زعفران) په کور دننه او دباندې له غوره شهرت څخه برخمن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب