جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر اداري فساد سره د مبارزې کمېسيون منظور کړ

ولسمشر اداري فساد سره د مبارزې کمېسيون منظور کړ

تاند ( پنج شنبه، دعقرب ۲۲)  ولسمشر محمد اشرف غني د یو فرمان له لارې له اداري فساد سره د مبارزې په نوم د یو کمیسیون جوړول منظورکړي دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي چې، ولسمشرغني نن له اداري فساد سره د مبارزې د یو پنځه کسیز کمیسیون جوړولو فرمان ورکړی دی.

صديقي وایي د فرمان له مخې، همایون حامد، مریم زرمتۍ، عبدالقیوم نظامي، سید محمد هاشمي او فرخ لقا د یاد کمیسیون د غړو په توګه ټاکل شوي دي.

نوموړي د دې کمېسيون په تړاو نور معلومات نه دي ورکړي چې څه کارونه به ترسره کوي.

خو بل لورته عام افغانان بيا د حکومت له دې اقدام نه هم هیله من نه برېښي.

دوی وایي له دې وړاندې اداري فساد سره دمبارزې په برخه کې ډېرې ژمنې شوي خو عملي شوي نه دي.

د عامو خلکو په باور ښايي دا کمېسيون هم د تېرو نورو په څېرچې په دې برخه کې کومه لاسته راوړنه نه لري ناکام شي.

افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه دخلکو په باور هڅې دخولې خبرې ګرځېدلي دي.

1 COMMENT

  1. د غني حکومت غله په غلو نیسي، خو غله په غلو نه نیول کېږي. له بلې خوا په دې کار کې صداقت هم نشته او یو نمایشي کار دی. ښاغلي غني کمیسیون جوړ کړی. دا کمیسیون پنځه غړي لري او دوې یې پکې ښځې دي هههههههه. دا کار یې د نړېوال څارونکې( سیګار ) د نیوکو په بدل کې کړی دی. د دې کمیسیون غړي به وکولای شي چې هغو غلو، رشوت خورو او داړه مارانو ته چې ټول په لوړو حکومتي چوکیو ناست دي، لاس ورواچوي؟ دوی به دا جرائت او خوندیتوب ولري؟ څو ورځې وروسته به دا کمیسیون هم د پخوانیو په شان جیبونه ډک او په خپل کار پسې به ځي. حکومت به بیا بل کمیسیون جوړ کړي او هغوی به هم همدا کار وکړي، شتمن به شي، دا لړۍ به دوام لري او په دې توګه به له خیر سره د غربت ټغر له هېواده ټول شي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب