شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد کندهارخبریالان پر الیاس داعي د شوي برید څېړنه غواړي

د کندهارخبریالان پر الیاس داعي د شوي برید څېړنه غواړي

تاند ( پنج شنبه، د عقرب ۲۲) په کندهار کی نن د خبريالانو د ملاتړ بنسټونو، د رسنيو استازو، د ملي او نړيوالو ادارو خبريالانو په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې معلوماتو ته د نه لاسرسي ستونزي بيان کړې.

دوی دغه راز  له حکومت څخه غوښتنه وکړه چي د امنیتي پيښو پرمهال دې خبريالانو سره د معلوماتو د شريکولو په برخه کي مرسته وکړي.

د کندهار خبريالانو مرکز کابل ته د معلوماتو د نه لاسرسي په اړه يوګډ  شکايت ليک هم ولېږه.

خبريالانو دغه راز په هلمند کي د ازادۍ راډيو خبريال الياس داعي باندې شوی برید وغانده او له حکومت څخه غوښتنه  وکړه څو د پيښي په تړاو ژر تر ژر څېړنه وکړي او له رسنيو سره معلومات شريک کړي.

بل لورته د هلمند والي بیا وایي چې پر الیاس داعي د شوې پېښې د څېړنې په خاطر به ځانګړی هيئت وټاکي.

والي برید جنرال عبدالنبي الهام وایي د هلمند مېشتو خبریالانو د خوندیتوپ په برخه کې به جدي ګامونه پورته کوي او دغه راز ډاډ ورکوي چې د یادې پېښې عاملين به پيدا او قانوني سزا به ورکړي.

ولسمشر اشرف غني هم ویلي چې دښمن هڅه کوي د بیان پر ازادۍ د بریدونو له لارې د ولس رسا غږ خاموشه کړي او په دې توګه خپل جنایتونه پټ کړي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په هلمند کې د آزادي راډیو پر خبریال الیاس داعي شوی برید په کلکو ټکو غندلی او د هغه له کورنۍ سره یې غمشریکي ښودلې ده.

https://taand.net/%d9%be%d8%b1-%d8%a7%d9%84%db%8c%d8%a7%d8%b3-%d8%af%d8%a7%d8%b9%d9%8a-%da%86%d8%a7%d9%88%d8%af%d9%86%d9%87-%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d8%ba%d9%86%d9%8a-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d8%aa%d8%b1%d9%87/

په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي پر موټر نن سهار د مقناطیسي ماین چاودنه شوې چې له امله یې نوموړی وژل شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي پېښه نن سهار مهال شوې چې الیاس داعي پکې وژل شوی او د هغه ورور ټپي دی.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d8%b2%d8%a7%d8%af%d9%8a-%d8%b1%d8%a7%da%89%db%8c%d9%88-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84-%d8%a7%d9%84%db%8c%d8%a7%d8%b3-%d8%af%d8%a7%d8%b9%d9%8a-%d9%88%d9%88%da%98%d9%84-%d8%b4%d9%88/

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب