تاند (پنجشنبه د عقرب ۲۲) د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې په نهو ولایتونو کې یې د درېیمې ژبې تدریسي کتابونه ویشلي.
دغه وزارت نن پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ازبکي، ترکمني، پشه یي، نورستاني، شغناني، واخاني، بلوڅي او په ګجري ژبو درسي کتابونه په بدخشان، بلخ، جوزجان، سمنګان، کنړ، لغمان، نورستان، ننګرهار او نیمروز ولایتونو ته وېشل شوي دي.
په خبرپاڼه کې د وزارت له قوله زیاته شوې چې یادو ولایتونو ته ۷۲ زره او ۷۳۶ ټوکه کتابونه توضیع وېشل شوي دي.
دغه راز پوهنې وزارت وايي چې تاکل شوې په همدغو ژبو ۹۲۳ زره او ۳۲۹ ټوکه نور کتابونه چاپ او په راتلونکي کال کې ووېشل شي.
په دې کتابونو کې له لومړي تر نهم ټولګي پورې کتابونه شامل دي.
پکار ده چه صرف د مضمون په توګه تدریس شي هغه هم په ټاکل شوی مکتبونو کی او نور درسونه باید په همهغه خپله طریقه مخی ته ولاړ شي کی ځکه چه په اینده کی به دا شاګردان د ملی ژبو سره مشکل پیدا کړي او دا د هر چا حق دی چه په خپله ژبه لیک لوست وکړی شي
د نورو ژبو وده سم کار دی او د قانون سره سم د پښتو ژبه هم رسمي ژبه ده او څو میاشتې مخکې ولسمشر یو فرمان هم لاسلیک کړ چې پښتو ژبه دې هم د دري ژبې سره په رسمي ادارو کې وکارول شي. خو څرنګه چې لیدل کېږي د کابل په ادارو کې پښتو ژبه په نشت حساب ده. دا یوه لویه غمیزه ده او همدا راز په ټول کابل کې د ګوتو په شمېر یو څو لوحې شتون لري چې هغه هم په نشت حساب دي. ولسمشر دې په خپل قلم پښتو ژبې ته وده ورکړي که نه بله چاره نلري او دا ژبه له مینځه تلونکې ده. مننه
عجیبه انسانیت او عدالت دی ، د پښتو ژبي د ښووڼځي کتابونه د پوهنې په وزارت کې نشته او مونږ یې په تور بآزار کې کوفي شوی کتابونه په پيسو اخلو ! کوچني لوئيږي غټيږي او لویه برخه کوچنۍ کیږي له منځه څي ! دې ته وایې عدالت او انسانیت او د افغآنستان پښتون دوښمنه جمهوریت !!