Homeخبرونهدفاع وزارت وايي، ځواکونو یې د ازبکستاني سختدریځو د مشر زوی وژلی

دفاع وزارت وايي، ځواکونو یې د ازبکستاني سختدریځو د مشر زوی وژلی

تاند(پنجشنبه، د عقرب۲۲) د افغانستان دفاع وزارت وايي، ځواکونو یې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د مشر زوی وژلی دی.

دفاع وزارت وايي، د اربکستاني «ترهګرو» د تحریک مشر طاهر یولداش زوی (عزیز بولداش) د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالي په حاجي سعیدګل کلي کې وژل شوی دی.

دفاع وزارت وايي چې په دې عملیاتو کې د عزیز یولداش زوی حکمت یولداش ټپي شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، عزیز یولداش د افغانستان د شمالي ولایتونو په ناامنیو کې د پام وړ برخه لرله.

که د عزیز یولداش وژل کېدا تایید شي دا په وروستیو څو اوونیو کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د خپلو دښمنانو د ځپلو په برخه کې مهم انکشاف ګڼل کېدای شي.

تېره میاشت افغان امنیتي ځواکونو په غزني کې د القاعده شبکې دوهم درجه مشر ابومحسن المصري په یو لړ عملیاتو کې وواژه.

د نوموړي وژل کېدا د امریکا متحدو ایالتونو تایید کړه.

ولسمشر غني د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د المصري د وژل کېدا په غبرګون کې وویل، ملي امنیتي ځواکونو د هند نیمې وچې لپاره د القاعده ډلې د مسوول ابومحسن المصري په وژلو سره ثابته کړه، چې د تروریزم ګواښ او له بهرنیو ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکې لا هم پر خپل ځای دي.

د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت ریاست وویل، ځانګړیو ځواکونو یې د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د هند وچې لپاره د القاعده شبکې یو بل مهم مشر محمد حنیف وواژه.

https://taand.net/%d8%af-%d9%85%d9%84%d9%8a-%d8%a7%d9%85%d9%86%db%8c%d8%aa-%da%81%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88%d9%86%d9%88-%d9%be%d9%87-%d9%81%d8%b1%d8%a7%d9%87-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%a7%d9%84%d9%82%d8%a7%d8%b9%d8%af%db%90/

په وروستیو کې د جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو چارواکو او عامو خلکو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و چې د ازبکستان د اسلامي تحریک د مشر طاهر یولداش زوی په دغو ولایتونو کې خلک له داعش سره یوځای کېدو ته وربولي.

د دوی په وینا په دغو درو ولایتونو کې شاوخوا ۳ زره تنه له داعش سره ملګري شوي او په دې کې د یولداش زوی ډېره ونډه لرلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...