پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهم.م. په پاکستان کې له ۵۰ زره افغان کډوالو کورنیو سره مالي...

م.م. په پاکستان کې له ۵۰ زره افغان کډوالو کورنیو سره مالي مرسته وکړه

تاند(چهارشنبه، د عقرب۲۱) د کډوالو لپاره د ملګروملتو لویې کمیشنرۍ په پاکستان کې د افغان کډوالو له څه باندې ۵۰ زره کورنیو سره، چې له کورونا وبا اغېزمن شوې وې، بیړنۍ مرستې وکړې.

د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ یا یو این ایچ سي آر د سې شنبې په ورځ وویل، غواړي چې په پاکستان کې له کورونا وایرسه له ۷۰ زره اغېزمن شویو افغان مهاجرو کورنیو سره مالي مرسته وکړي او تراوسه پورې یې د هغو له منځه له ۵۰ زره کورنیو سره مالي مرسته کړې ده.

د احساس پروګرام په نوم د دې مرستې پر اساس هرې کورنۍ ته ۱۲ زره روپۍ ورکول کېږي چې هغه تاوان یې څه نا څه جبران شي چې د کورونا وبا له کبله وراوښتی دی.

د کډوالو د لویې کمیشنرۍ د اسیا- پسفیک د سیمې ريیسه اندریکا راتواتې پرون (سې شنبه) پاکستان ته په درې ورځني سفر ورسېده. دې ۵۰ زره افغان کورنیو ته د مرستو په ورکولو خوښي ښکاره کړه او هیله یې څرګنده کړه چې ټولو ۷۰ زره کورنیو ته مرستې ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې اوسمهال ۱.۴ ملیونه افغان کډوال په پاکستان کې اوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب