پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeسپورتد هند په سږني غوره ليګ کې، غوره اېوارډونه چا ترلاسه کړل؟

د هند په سږني غوره ليګ کې، غوره اېوارډونه چا ترلاسه کړل؟

تاند ( چهارشنبه، د عقرب ۲۱) د هندوستان غوره ليګ يا آی پي اېل چې د اکتوبر مياشتې په ۱۷مه نېټه پيل ؛ تېره شپه د ممبي لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.

په سږني آی پي اېل کې هم د تېرو کلونو په پرتله په زړه پوې او حيرانوونکې سیالۍ ترسره شوې.

د تېرو کلونو په پرتله دهند په سږني غوره ليګ سیاليو کې ځوانو لوبغاړو ښه پايله لرله.

په يادو سياليو کې د ډېرو منډو جوړولو اېوارډ يا نارنجي خولۍ  د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي کی ال راهول واخيسته.

راهول په ترسره کړو ۱۴ سياليو کې ۶۷۰ منډې جوړې کړې وې.

نوموړی دغه راز په سږني آی پي اېل کې سياليو ګرځوونکی يا ګيم چينجرپه نوم هم ونومول شو.

دغه راز د سوېلي افريقا تېز توپ اچوونکی کېګسو ربادا بیا د ډېرو لوبغاړو په سوځولو سره تر ټولو مخکښ وو چې په ټولو سیالیو کې ۳۰ لوبغاړي سوځولي وو.

د ۱۳م پړاو آی پي ال سياليو ځوان لوبغاړی بيا ديدات پاډيکال ونومول شو او د غوره سټرايک رېټ اېوارډ بيا کرن پولارډ ترلاسه کړ.

ايشان کيشن ته د ډېرو شپږيزو،  ټرېنټ بولټ ته د پياوړي لوبغاړي او جوفرا آرچر ته د خطرناکه لوبغاړي جايزه ورکړل شو.

دا پنځم ځل دی چې ممبيې لوبډله دهند غوره ليګ سیالۍ ګټي.

د هند په سږني غوره لیګ کې درې افغان لوبغاړي راشدخان آرمان، محمد نبي عیسی خېل او مجيب الرحمن ځدران هم اخيستل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب