Homeداسې هم شتهساینساپل نوی مک بوک ایر راویست

اپل نوی مک بوک ایر راویست

تاند- اپل یو نوی مک بوک ایر راوایست چې پروسریسر یې M1 دی.

د M1 ځانګړتیا دا ده چې د نورو کمپیوټرونو د پروسیسرونو په پرتله یې سرعت دوه برابره دی، له همدې کبله دا نوی مک بوک ایر (2020 MacBook Air) د اپل تر ټولو چټک کمپیوټر ګڼل کېږي.

اپل د دې لپ ټاپ سي پي یو د مک لپاره ځانګړې جوړه کړې ده.

د دغه نوي مک بوک ایر لومړنۍ بیه ۹۹۹ ډالره ده. د اپل د مخکیني مک بوک ایر، چې په مارچ میاشت کې یې بازار ته راوایست، بیه هم همدومره وه.

د اپل د نوي مک بوک ایر د ابتدايي ماډل حافظه یا میموري ۸ جي بي او ستوریج یې ۲۵۶ جي بي دی. همداراز په 7core GPU سمبال دی.

خو د هغه ماډل، چې میموري یې ۱۶ جي بي او ستوریج یې ۲ ټي بي دی، بیه تر ۲ زره ډالره لوړه ټاکل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...