جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنیویارک ټایمز: د امریکا ټاکنو کې د درغلۍ هیڅ راپور نه دی...

نیویارک ټایمز: د امریکا ټاکنو کې د درغلۍ هیڅ راپور نه دی ورکړل شوی

تاند(چهارشنبه، د عقرب ۲۱) په داسې حال کې چې ټرمپ تر اوسه د ټاکنو پایلې نه دي منلي او په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې پر خپل سیال ټیم د پراخو درغلیو تور پورې کوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې تر اوسه په ټوله امریکا کې په ترسره شویو ټاکنو کې د درغلۍ هیڅ راپور نه دی ورکړل شوی.

راپور کې راغلي، د دوی خبریالان په ټوله امریکا کې د ټاکنو څارونکو ته ورغلي دي او تر اوسه یې داسې شواهد نه دي موندلي چې په تېرو ټاکنو کې د درغلۍ ښکارندویي وکړي.

ورځپاڼه کاږي، ټرمپ بې ځایه تور لګولی دی او اوس د دې لپاره چې خپلو پلویانو ته کم رانه شي له خپلې خبرې نه په شا کېږي.

د ورځپاڼې په خبره، هیڅ درغلۍ نه دي شوې، د ټاکنو پایله روښانه ده، که ټرمپ یې ومني کنه بایډن ګټونکی دی.

نیویارک ټایمز داسې مهال دا راپور ورکوي چې د امریکا په ټاکنو کې ګټونکي ولسمشر جوبایډن هم ویلې چې د ټاکنو د پایلو نه منل د ټرمپ لپاره د شرم خبره ده.

https://taand.net/%d8%ac%d9%88-%d8%a8%d8%a7%d9%8a%da%89%d9%86-%d8%af-%d9%bc%d8%b1%d9%85%d9%be-%d9%84%d9%87-%d9%84%d9%88%d8%b1%d9%8a-%d8%af-%d9%85%d8%a7%d8%aa%db%90-%d9%86%d9%87-%d9%85%d9%86%d9%84-%d8%af-%d8%b4%d8%b1/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب