جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهافغان ځواکونو د زابل پرشینکۍ ولسوالۍ د موټربم برید مخه نيولې

افغان ځواکونو د زابل پرشینکۍ ولسوالۍ د موټربم برید مخه نيولې

تاند ( چهارشنبه، د عقرب ۲۱) د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو غوښتل د شینکۍ ولسوالۍ پر ودانۍ د ټونس موټر په واسطه موټربم برید وکړي.

د سیال په خبره ياد موټر د افغان ځواکونو له لورې پېژندل شوی او موخې ته تر رسېدو وړاندې یې چاودنه کړې.

نوموړی وایي په چاودنه کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

د زابل د والي ویاند زیاتوي، تر چاودنې وروسته لسګونو وسله والو پر ولسوالۍ برید وکړ او د افغان ځواکونو په غبرګون کې ۲۱ وسله وال طالبان ووژل شول ۱۱ نور ټپيان شول.

هغه وايي، د جګړې په سيمه کې د وژل شویو وسله والو جسدونه او وسلې هم پاتې شوي دي.

بل لورته طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...