جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبشري حقونو کمیسیون؛ طالبان د ملکي خلکو په قصدي وژنه تورن کړي

بشري حقونو کمیسیون؛ طالبان د ملکي خلکو په قصدي وژنه تورن کړي

تاند ( چهارشنبه، دعقرب ۲۱) د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا طالبانو د سړک غاړې ماینونه کارولي او پر نظامي مرکزونو یې د موټربم په واسطه بریدونه کړي چې تر ډېره یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

یاد کمیسیون وایي، په دې بريدونو کې په ښکاره ډول د نړیوالو بشرپالو حقونو بنسټيز اصول نقض شوي دي.

د دغه کمیسیون په خبره، د هغو جنګي لارو او ابزارو کارول چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي، د نظامي او ملکي اهدافو تفکيک نه کوي، د ملکي خلکو قصدي وژنه بلل کېږي او عاملان يې ځواب ويونکي دي.

د بشري حقونو کمیسیون په وینا، روانه اوونۍ په ۱۱ بېلابېلو بريدونو کې ۲۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۰ نور ټپيان شوي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. دا لینونیان دی لیږ د هغه کسانو په هکله هم ووایی کوم چه د دولت لخوا شهیدان او معیوب سوی دی.

  2. بې ثباته خلک او بې ثباته یې خبرې،
    ددې ټولو مسولیت د هغه دلال ټالب چې سولې نه کوي او د هغو تور مخو پاکستاني لیدرانو په غاړه دی چې شعورا طالب سپیان سولې ته نه پرېږدي. دا هم باید وویل شي چې په دې ګناه کې هغه نا اهله کسان هم شامل دي چې د طالب دلال شعوري طرفداري کوي.
    وایې که کوم وحشي حیوان مو ولید دا مبارکه دعا ولولې او تر څنګ یې چپ تېر شی.
    صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ
    دا دعا هم د هغه جاهل حیوان د دفع لپاره دی چې شعور نه لري او د انسان کرامت نه پېژنی او هم د هغو لپاره چې پوهه او شعور لرې خو خپل کرامت تر وحشی حیوان هم ټیټوي او د بې ګناه انسانانو په وژلو او جګړې ته په لمن وهلو کې له نورو سره مرسته کوي.
    «لَهُمْ قُلُوبٌ لا يَفْقَهُونَ بِها وَ لَهُمْ أَعْيُنٌ لا يُبْصِرُونَ بِها وَ لَهُمْ آذانٌ لا يَسْمَعُونَ بِها أُولئِكَ كَالْأَنْعامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولئِكَ هُمُ الْغافِلُونَ»
    هغه کسان چې زړونه لري، سترګې لري او غوږونه لري یعنې په هر څه او حق خبر دي خو ځان په نا پوهي وهي له هغو وحشی چارپایانو هم بدتره دي چې شعور نه لري. انسان ته تر دې ذلالت مرګ ښه دی. د انسان او مسلمان اولاد ته همدومره کفایت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب