جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ځمکو غاصبینو ته د کابل ښاروالۍ اخطار

د ځمکو غاصبینو ته د کابل ښاروالۍ اخطار

تاند (چهارشنبه د عقرب ۲۱) کابل ښاروالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په وزیر محمد اکبر خان مېنه کې غضب شوې ځمکه باید په ۴۸ ساعتونو کې تخلیه شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې یاده شنه ساحه چې د قومندان هلال الدین هلال له لوري غصب شوې وه، اوس د کام ایر هوایي شرکت په واک کې ورکړل شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي: “له دې پرته کابل ښاروالي په ټول قوت اقدام کوي،راتلونکی مسئولیت او د خسارې جبران به یې په خپله غاړه وي.”

د کابل ښاروالي وايي د غصب شویو شنو سیمو ساتنه د دوی مسؤلیت دی او د همدې مسؤلیت له مخې به ټولې هغه شنې سیمې چې زوروکو غصب کړي ژغوري او بېرته یې راګرځوي.

تر اوسه کام ایر شرکت په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د افغانستان د ښار جوړونې وزارت وايي چې په کابل کې څه کم سل زره جریبه ځمکه غصب شوې ځمکې څخه یې یواځې شل زره بېرته ګرځول شوې اوباقي لا هم د غاصبینو په واک کې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب