ټول انسانان تل د پرمختګ هیله لري. ژوند یوه تنده او د بریا لپاره پرله پسې مبارزده ده. وګړي که د ژوند په هر موقف او پوړیو کې وي بیا هم قناعت نه کوي او لا نور پرمختګ غواړي.
خو پرمختګ او مخکې تک هڅو او زیار ته اړتیا لري، ډېر به کم داسې شوي وي چې له معقولو لارو، بې له زیار او هڅو څوک د ژوند لوړو پوړیو ته رسيدلي وي او یا ورسیږي. یوازې په غوښتلو څه لاس ته نه راځي، تر څو چې د پرمختګ لارې او چارې لومړې مشخصې نه شي او بیا یوه په یوه هغه عملي نه شي، په دې صورت کې د پرمختګ هيله پر للمه ځمکه د ګلونو کرلو ته وايي، چې بې له اغزیو د درمند اخیستلو تمه ترې نه شي کيدای.
انسانان د دې وړتيا لري چې خپلو هیلو ته د عمل جامې ور واغوندي، خو په دې شرط چې پر ځان باور ولري، خپل اهداف لوی وټاکي او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره قربانۍ ورکولو ته ځان چمتو کړي، هغه کسان چې په دغسې مبارزه لاس پورې کوي باید له بې ځایه ګرځيدلو او بې ځایه وخت تيرولو ډډه وکړي.
بې ځایه حرکات تر سره نه کړي او هم بې ځايه خبرې ونه کړي. خپلو هيلو ته د رسیدو له پاره بايد شیبې وشمیرل شي، خنډونه یو په یو له مخې ليرې کړای شي. له غفلت او بې پروايۍ څخه پرهیز وشي.
په پر مختګ کې د تعلیم رول له بل هر څه روښانه دی، تعلیم ته پاملرنه او په تعلیم د ځان سمبالول د پرمختګ لارې چارې په ګوته او اسانه کوي.
ځینې کسان د تنبلۍ او لټۍ له امله تل د وخت د نه لرلو بهانې کوي او ځان په خپله غولوي. موږ باید په دې پوه شو چې د وړتيا کموالی د انسانانو د وروسته پاتېوالي لامل نه بلکې د زيار او هاند کموالی يې لامل کیږي.
ډیر وخت انسانان خپل وخت په لوبو او ساعتیریو تیروي او بیا په ناحقه د وروسته پاتېوالي پړه پر قسمت اچوي. دوی د زیار او هاند سره علاقه نه لري، که دوی د ځاني پرمختګ هيله ولري دوی وخت ورته لري او وخت ورته پیدا کولی شي.
((له ځان سره خپله مرسته وکړئ)) دا هغه جمله ده چی په نړۍ کې يې له امله ډیرې لويې لويې بریاوې تر لاسه شوي دي. په لویدېځه نړۍ کې ماشومانو ته له لومړي ټولګي دا ور ښوول کېږي، چې خپلې ستونزې څنګه خپله حل کړي او نور کسان د خپلو تېروتنو مسوول ونه ګڼي.
ډيری انسانان د بهانې په توګه د سرمايې د نه لرلو له امله له کار او زیار ګاللو اوږه خالي کوي، دوی په دې انتظار شپې او ورځې تيروي چې له هوا به دوی ته څه په لاس ورشي او بيا به کار پرې وکړي. دوی له دې بې خبره دي چې پرمختګ د هغه چا ور ټکوي چې زیار او زحمت ګالي.
د ځاني پرمختګ وسله د انسانانو په خپل لاس کې ده، هغه دې وکاروي، ځکه که دا وسله پڅه وي بیا نو د استعمال پر وخت زیات زیار ته اړتیا لري. مانا دا چې د تعليم، زیار او زحمت په واسطه خپله وسله پڅوالي ته مه پریږدئ.
انسانان بايد په دې پوه شي چې خپل تقدیر يې بهر چیرې نه دی، بلکې د ننه د دوی په وجود کې دی. دوی خپل ژوند باید په خپله جوړ کړي. که ځير شو د نړۍ ټول بدلونونه د انسانانو د زیار او هاند پایله ده. ځان ته د ځای جوړولو له پاره کلکو ګزارونو ته اړتیا ده، لکه چې وايي:
چې قبول يې په تندي کړل زر څټکه
د سرو لبو وصال بیاموند جام ځکه
چې نکریزو ځان میده کړل پر درغنې
د محبوبې دست و پا لره ورتله کا
اوسپنه لومړی په خاورو لړلی یوه ټوټه وه، کله چې ډیره وټکول شوه الوتکه شوه او بیا په هوا شوه.
انساني ژوند هم د اوسپنې په څير له مختلفو ستونزو او کړاوونو څخه په تيريدو خپل معراج او لوړې څوکې ته رسیږي.
ټکرونه، ګوزارونه، کړاوونه، ازمیښتونه، زحمتونه، نيمګړتیاوې، نظم و نسق او د ژوند د څپیړو دردونه معراج ته د انسان د رسیدلو له پاره اړين دي.
هغه خلک چې له دې پورته ټولو کړاوونو او دردونو ډاریږي او د خامې اوسپنې په څير په یوه ګوزار ماتېږي، دوی هیڅکله د پرمختګ مخ په سترګو هم نه شي لیدلای.
ځینې کسان په ناحقه ځان له نورو ټیټ او ناموزون ګڼي، خو که همدوی کلک هوډ ولري، زغم، زیار او زحمت پر ځان قبول او د خپلې وړتيا د لوړولو له پاره کار وکړي، دوی هم د بریاليو کسانو په څير پرمختګ کولاي شي.
پایله
د خپل ژوند د ارزښت لوړول ستاسو په خپل واک کې دی. دا ستاسو خپله اراده او هوډ دی، خپل لید لوری مو دی. له زحمت، ستونزو او کړاوونو سره تړلی دی.
د دې ټولو څخه د تیریدو له پاره د پخې اوسپنې په څیر کلک ځان او کلک هوډ ته اړتياده. نور نو ستاسو خپله خوښه که د سړې اوسپنې په څير په یوه ګذار ماتیدل غواړئ او که د پخې اوسپنې په څیر هوا ته الوتل.