جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې د پاکستان سفارت د ویزو د وېش په برخه...

په کابل کې د پاکستان سفارت د ویزو د وېش په برخه کې د امرالله صالح خبرې پروپاګند وباله

تاند (چهارشنبه د عقرب ۲۱) په کابل کې د پاکستان سفارت د افغان حکومت له هغې پریکړې سره مخالفت وښود، چې د پاکستان ویزو غوښتونکي به نور مستقیم د پاکستان له سفارت د ویزې غوښتنه نه کوي.

له یاد سفارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان سفارت او په ښارونو کې ټولې قونسلګرۍ به د پخوا په څیر د ویزو لپاره د پاسپورتونو اخیستلو ته دوام ورکوي او د ټاکلې کړنلارې له مخې پخپله د ویزو لپاره د پاسپورټونو راټولولو او د ویزو د وېش بهیر پر مخ بیایي.

په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې په دې اړه خپاره شوي راپورنه چې ګني د ځانګړو مرکزونو له لارې به پاسپورتونه را ټولیږي پروپاګند دی.

د یادونې وړ ده چې پرون د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي و چې د پاکستان ویزو لپاره به په ۱۶ مرکزونو کې پاسپورتونه اخیستل کیږي او بیا به دغه پاسپورتونه د افغان پوست له لارې په خپل نوبت سفارت ته وړل کېږي او هلته به وېزې ورته اخیستل کېږي.

امرالله صالح ویلي وو چې ددې کار د ښه تنظیم او په دې برخه کې د بې نظمۍ د له منځه وړلو په موخه یې د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې د تصدۍ رئیس جنرال خوشال سادات مسؤل ټاکلی دی.

د ولسمشر لومړي مرستیال په خپلو خبرو کې دا هم ویلي وو چې دا مسایل ټول د بهرنیو چارو وزارت له لارې د پاکستان له سفارت سره شریک شوي دي او له ټولو امکاناتو په استفادې به د فساد مخه نیول کېږي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%b5%d8%a7%d9%84%d8%ad-%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%85%d8%b1%d8%9b-%d8%ae%d9%88%d8%b4%d8%a7%d9%84-%d8%b3%d8%a7%d8%af%d8%a7%d8%aa-%d8%a8%d9%87-%d8%af/

3 COMMENTS

  1. پنجاب تر وروستۍ کچې کوښښ کوي چې صالح او خوشال سادات ناکام کړي ځکه چې دوی اصلآ نه غواړي چې د فساد مخنيوی وشي.
    د پنجاب ويزه د يوې افغانۍ برابره هم نه ده مګر نن ورځ د افغانانو بند لاس او هغې خواته دوستي او خپلولي پالل ددې سبب شوې چې افغانان هلته سفر وکړي او دوی ترې سياسي ګټه پورته کوي.
    د پنجاب په ويزو کې چې څومره فساد کېږي د دوی سربېره داخلي جنګسالاران هم شامل دي او په ګډه يې د افغان ملت سپکولو ته ملا تړلې.
    د صالح تګلاره او د پنجاب لخوا يې پروپاګند بلل دا مانا لري چې صالح ته خپله تګلاره په چلنج تمامه شوه يانې صالح به خپله تګلاره عملي کوي يا به د پنجاب نارواوې مني، که صالح په خپله تګلاره کې کامياب نه شي دا به يې د ټول عمر پيغور او ناکامي وي يا برعکس يې کاميابي.
    ژوندی دې وي لوی افغانستان

  2. اصل کی باید مو نږ افغانان پاکستان ته تګ را تګ ونکړو او هم زمونږ تجار کومه بله لار غوره کړی او هیوادوال مو پاکستانی مالو نه په بازار کی وا نخلی ، ته بیا ګوره چه پاکستان به درته عذرونه کوی او خان خیلان به درته به جرکه رالیږی

  3. که حکومت وی مردم غزنوی دال خور و ته دوایی چی فساد بسیار دی او کنه سفارت بند. خو حکومت او دومره غیرت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب