جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاروپايي اتحادیې له فایزر څخه ۳۰۰ ملیون ډوزه واکسین اخلي

اروپايي اتحادیې له فایزر څخه ۳۰۰ ملیون ډوزه واکسین اخلي

تاند(چهارشنبه، د عقرب۲۱) د اروپايي اتحادیې کمیسیون نن اعلان وکړ چې د کورونا له دوو شرکتونو، یعني فایزر او بایون ټک څخه یې د ۳۰۰ ملیون ډوزه کورونا ضد واکسین د رانیولو قرارداد لاسلیک کړ.

د درمل جوړولو امریکايي کمپنۍ فایزر د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جرمني د بایون تک کمپنۍ په همکارۍ یې د کورونا ضد واکسین په سلو کې تر ۹۰ ډېر بریالی دی.

فایزر کمپنۍ خپل واکسین د نړۍ په ۶ هیوادونو کې پر ۴۰ زره تنو ازمویلی او بریالۍ نتیجه یې ترلاسه کړې ده.

اوس په نړۍ کې د ټولو د هیلو سترګې دې واکسین ته اوښتې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اروپايي کمیسیون رييس اورسولافون درلاین نن (چهارشنبه) وویل، د اروپايي اتحادیې له موافقې سره سم، د دې اتحادیې ۲۷ غړي هیوادونه د دغه واکسین ۲۰۰ ملیون ډوزه رانیولی شي او دا د دوی خوښې ته پرېږدي چې په پاتې ۱۰۰ ملیون ډوزه کې کوم هیواد څومره واکسین اخلي.

https://taand.net/%d9%85%d9%87%d9%85-%d9%be%d8%b1%d9%85%d8%ae%d8%aa%da%ab%d8%9b-%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%ac%d9%88%da%93-%d8%b4%d9%88%d9%8a-%d9%88%d8%a7%da%a9%d8%b3%db%8c/

هر وګړی باید ۲ ډوزه واکسین وکړي. د دې معنا دا ده چې ۳۰۰ ملیون ډوزه واکسین د ۱۵۰ ملیون تنو لپاره کافي دي. او باید دا دوه ډوزه د ۳ اوونیو ترمنځ پیچکاري کړي.

رویټرز خبري اژانس د دې واکسین د بیې په اړه څه نه دي ویلي خو مخکې د امریکا حکومت له فایزر کمپنۍ سره د ۲ ملیارد ډالرو په ارزښت د ۱۰۰ ملیون ډوزه واکسین قرارداد کړی و.

د دې واکسین یوه لویه ستونزه دا ده چې له یوه ځایه بل ته د لېږدلو په مهال ممکن کیفیت له لاسه ورکړي او بل دا چې باید په ډېر سوړ ځای کې وساتل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب