جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeداسې هم شتهساینسکورونا وژونکی ماشین جوړ شو

کورونا وژونکی ماشین جوړ شو

تاند- د ډینامېکز په نوم د الیکترونیکي وسایلو کمپنۍ وايي، داسې ماشین یې جوړ کړی چې د کورونا وایرس په ګډون راز راز وایرسونه او باکتریاوې وژني.

د بریتانیا د مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، ډینامېکز کمپنۍ خپل کوروناوایرس وژونکی ماشین نندارې ته وړاندې کړ او ویې ویل چې دا ماشین د مافوق بنفش وړانګو په ذریعه کورونا له منځه وړي.

دا ماشین نانوفیو نومېږي ا و د جوړوونکې کمپنۍ په وینا د سترګو په رپ کې وایرس په سلو کې ۹۹ وژني.

دا ماشین ۴ انجنه لري، ۳۰۰ لیتره هوا ځان ته راکاږي او له کورونا پاکه هوا د ځان په شاوخوا کې تر ۱۰ فوټو پورې خپروي.

د ټکنالوژۍ دې مخکښې کمپنۍ UV-C ګروپ جوړ کړی چې پوره ایلاستیکي خاصیت لري او په ماشین کې راټولیږي چې ماورابنفش وړانګه په لا شدت رامنځته کړي.

دا ماشین اوس په امریکا کې په ۳۴۵۰ ډالره پلورل کېږي.

څېړونکو دا ماشین د ټکساس او کلوراډو د پوهنتونونو په همکارۍ تجربه کړی دی. په ازمېښت کې د کورونا وایرس په وژلو ۹۹ اعشاریه ۹۹ بریالی ثابت شو.

تر دې وړاندې له UV-C ګروپونو څخه په بسونو، رېلګاډو او په تېره بیا په مترو یا تر مځکې لاندې رېلګاډو کې د کورونا وایرس د وژلو لپاره کار اخیستل شوی دی ځکه چې په دغسي ځایونو کې وایرس تر ډېرو پاتې کېدای شي او ډېرو خلکو ته سرایت کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب