جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسیګار: د فساد پر وړاندې د افغان حکومت مبارزه بې ګټې او...

سیګار: د فساد پر وړاندې د افغان حکومت مبارزه بې ګټې او نمایشي ده

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۲۲) امریکا وایي په افغانستان کې د فساد پر وړاندې روانه مبارزه تش په نامه او هسې نمایشي ده.

د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار ځانګړې ادارې یا سیګار په تازه یوه خپاره کړي لیک کې له مرستندویه هېواونو غوښتي چې له افغانستان سره دې خپلې مرستې د فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه د دقیقو او پایلې لرونکو راپورونو پر بنسټ وکړي.

سیګار وايي افغان حکومت د فساد پر وړاندې ځينې کارونه کړي دي خو په اصل کې د حکومت له لوري د فساد پر وړاندې روانه مبارزه نمایشي، بې ګټې او د مقررو او غونډو تر جوړولو محدوده ده.

سیګار افغان حکومت تورن کړی چې په فساد د تورنو کسانو د نیولو پر ځای او ددوی د زنداني کولو پر ځای یې هغه خوشي کړي دي او په ازادانه توګه ژوند کوي.

سرچینه دغه راز وايي چې په افغان حکومت کې فساد سیستماتیک دی خو د ختمولو لپاره یې د حکومت اراده کمزورې ښکاري.

سیګار داسې مهال دغه راپور ورکوي چې د ولسمشر غني پر حکومت د سترو اداري فسادونو د موجودیت تورونه پورې کېږي او وخت ناوخت په دې اړه په رسنیو کې راپورونه هم خپرېږي.

1 COMMENT

  1. د فساد پر وړاندې مبارزه هغه وخت د منلو وړ وی کله چې عام وګړي رضايت څرګند کړي.
    د پخوا په څير فساد شتون لري ځينو برخو کې تر هغو زيات شوی هم دی.
    د فساد عمده لاملونه ټاميان چې ګران هيواد ته ژمن نه دي جنګسالاران چې د امريکا په کمک راغلی فرصت څخه د ځان په ګټه کار اخلي.
    دا ياد ساتئ يا به دولت فساد ورکوی يا به فساد دولت خاورې کوي.
    ژوندی دې وي لوی افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب