Homeخبرونهامریکايي رسنۍ: ټرمپ د سرتېرو د ژر ایستلو ملاتړي پنټاګون کې مقرر...

امریکايي رسنۍ: ټرمپ د سرتېرو د ژر ایستلو ملاتړي پنټاګون کې مقرر کړي

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۲۲) ټرمپ له افغانستان د سرتېرو د ژر ایستلو لپاره په پنټاګون کې ګڼ تغیرات راوستي دي.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا په دفاع وزارت کې د سرتېرو د ایستلو په اړه د نظر اختلاف و، خو اوس ټرمپ په رهبرۍ کې ګڼ تغیرات راوستي او داسې کسان یې مقرر کړي چې له افغانستان د سرتېرو د ژر ایستلو ملاتړي دي.

په دې ډله کسانو کې یو متقاعد جنرال ډوګلاس مک ګرېګور دی چې تازه د پنټاګون ارشد سلاکار ټاکل شوی دی.

هغه له افغانستان د سرتېرو د ژر تر ژره ایستو پلوی دی او په دې تړاو یوه طرحه هم لري.

د امریکا ددفاع وزارت ویاند هم دغه راپورونه تایید کړي چې له افغانستان د سرتېرو د ژر ایستلو لپاره ځینې نوي کسان په پنټاګون کې مقرر شوي دي او دوی به هڅه کوي چې د سرتېرو د ایستلو په اړه د ټرمپ کړې ژمنه عملي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...