Homeخبرونهامریکایي استازيو ټرمپ ته ویلې؛ له افغانستان د سرتېرو ایستل به دې...

امریکایي استازيو ټرمپ ته ویلې؛ له افغانستان د سرتېرو ایستل به دې امریکا ته ستر میراث وي

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۲۲) د امریکا د استازو مجلس غړو له ټرمپ د سرتېرو د ژر تر ژره ایستلو غوښتنه کړې ده.

د امریکا په استازو مجلس کې د ازادۍ د کمیسیون مشر انډې بیګس د خپلو نورو ملګرو په استازیتوب ټرمپ ته په یوه لیک کې لیکلي دي چې په دې کم وخت کې دې امریکایانو ته نه هېرېدونکی میراث پرېږدي.

د هغوې په خبره دا به ستر میراث وي چې ټرمپ له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي.

نوموړي په دې لیک کې ویلي چې د سرتېرو د ایستلو او له طالبانو سره د خبرو د پیل په تړاو د ټرمپ زړورتیا ستایي خو له نوموړي تمه لري چې د افغانستان په ګډون له ګڼو نورو هېوادونو هم امریکایي عسکر بېرته خپلو کورونو ته ستانه کړي او په دې توګه د امریکا په تاریخ کې د افغان جګړې په څېر اوږدې جګړې پای ته ورسوي.

https://taand.net/%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d8%b1%d8%b3%d9%86%db%8d-%d9%bc%d8%b1%d9%85%d9%be-%d8%af-%d8%b3%d8%b1%d8%aa%db%90%d8%b1%d9%88-%d8%af-%da%98%d8%b1-%d8%a7%db%8c%d8%b3%d8%aa%d9%84%d9%88/

دا لیک داسې مهال لیکل کیږي چې یو شمېر امریکایي رسنیو په ټرمپ تور پورې کړو چې د سرتیرو د ژر ایستلو ملاتړي یې په پنټاګون کې مقرر کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...