جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهایران او پاکستان د افغان سولې برخه کې د همکارۍ ژمنه تازه...

ایران او پاکستان د افغان سولې برخه کې د همکارۍ ژمنه تازه کړه

تاند (پنجشنبه د عقرب ۲۲) د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پاکستان ته تللی دی او هلته یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا او افغان سوله خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له خپل سیال جواد ظریف سره په یوه خبري ناسته کې ویلي، د سیمې هېوادونه باید له افغان سولې سره پوره همکاري وکړي.

قریشي او ظریف توافق کړی او ویلي یې دي چې د افغان سولې لپاره رامنځته شوی فرصت باید ضایع نه شي او نه باید دا فرصت له لاسه ووځي.

شاه محمود قریشي دغه راز له ټولو خواوو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره کار وکړي.

جواد ظریف وړمه ورځ پاکستان ته ورسېد او په دوه ورځني سفر کې يې د کوربه هېواد د صدراعظم عمران خان او ځیني نورو لوړپوړو چارواکو سره ولیدل.

ایران او پاکستان تر دې وړاندې هم د افغان سولې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او له دې پروسې یې ملاتړ څرګند کړی دی، خو داسې راپورونه هم خپاره شوي چې په یادو هېوادونو کې وسله والې او تروریستي ډلې تقویه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب