جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي ووژل شو

په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي ووژل شو

تاند (پنجشنبه د عقرب ۲۲) هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي پر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې چې له امله یې نوموړی وژل شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي پېښه نن سهار رامنځته شوې چې الیاس داعي پکې وژل شوی او د هغه ورور ټپي دی.

ازادي راډیو هم په هلمند کې د خپل خبریال وژل کېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې نوموړی نن سهار د يوه مقناطيسي ماين په چاودنه کې ووژل شو او د هغه ورور مجتبی محمدي چې د جرمني غږ خبریال و او دوه نور عام کسان په دغې پېښه کې ټپيان شوي دي.

تر اوسه ددې پېښې مسوولیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی خو امنیتي ځواکونه یې په اړه د پلټنو خبر ورکوي.

تېره ورځ د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر مدني فعالانو او نورو ورته کسانو د طالبانو له لوري د بریدونو د ترسره کېدو په اړه خبرداری ورکړی و، خو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

په روانه اونۍ کې دا دویمه بمي چاودنه ده چې افغان خبریالان په کې وژل کېږي. د تېرې شنبې په ورځ په کابل کې د طلوع نیوز پخوانی خبریال او د افغانستان بانک برحاله کارمند هم په یوه چاودنه کې ووژل شو.

https://taand.net/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%da%98%d9%88%d8%b1%d9%86%d8%a7%d9%84%db%90%d8%b3%d8%aa-%db%8c%d9%85%d8%a7-%d8%b3%db%8c%d8%a7%d9%88%d8%b4-%d9%be%d9%87-%db%8c%d9%88%d9%87-%d8%a8%d9%85%d9%8a-%da%86%d8%a7/

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب