شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د ملي یووالي او سولې جبهې له طالب استازو سره...

د افغانستان د ملي یووالي او سولې جبهې له طالب استازو سره خبرې کړي

تاند (پنجشنبه د عقرب ۲۲) په کابل کې د سولې مشترکې جبهې په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي له غړیو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک د پنجشنې په شپه ناوخته پر خپله ټوېټر پاڼه ددغې آنلاین ناستې په اړه معلومات خپاره کړل.

ښاغلی وردک وايي، په دغه ویډیويي کنفرانس کې دواړو لورو د سولې پروسې د وروستیو جریاناتو په اړه په تفصیل خبرې وکړې او د سولې بهیر پر دوام یې تيڼګار وکړ.

د طالبانو له خوا ملا شهاب الدین دلاور ویلي چې د افغانستان حکومت کې یو شمېر کړۍ د سولې پروسې د ګډوډۍ هڅه کوي او زیاته کړې یې ده چې ټول باید متوجه وي.

د سولې په تړاو مشترکې جبهې بیا ویلي چې افغانان نور جنګه ستړي دي او دواړه خواوې په تېره له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي او هڅه دې وکړي چې د سولې هڅې ژر یوې پایلې ته ورسېږي.

افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ له تېرو دوه میاشتو راهیسې د سولې خبرې پیل شوې، خو لا هم پر اجنډا او کاري اصولو توافق ته نه دي رسېدلي.

1 COMMENT

  1. د ملا شهاب الدین خبره رښتیا ده ، د پنجاب ګوډاګیانو ته د افغانانو وینه ، د اسلام د مقدس دین ارشادات او افغاني دود او دستور هېڅ ارزښت نه لري . ټالبان پدې ټینګار کوي چې د امریکا سره هوکړه لیک باید د خبرو اساس وي ،
    د باجوه په امر یې افغان وژنې ته زور ورکړی ، هره ورځ د جنګي جبهو دواړو خواوو ته سلګونه افغان ځوانان خصوصا تنکي ځوانان چې اکثرا یې پښتانه دي ، وژل کیږي. د بیت المال تاسیسات ورانوي ، لویې لارې په تراکتور قلبه کوي . دغه د پردیو مزدوران اوجاسوسان په قطر کې ناست او څټونه یې لکه لټ غوایان پړسېدلی دي . بنا دغه مفتخواره به هېڅکله په افغانانو رحم ونکړي او د پنجاب د خوشحالۍ لپاره به زرګونه معصوم افغانان قرباني کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب