شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاستراليا افغانستان کې د خپلو ځواکونو پر ماموريت د ټولو ادعاوو جدي...

استراليا افغانستان کې د خپلو ځواکونو پر ماموريت د ټولو ادعاوو جدي پلټنه پيل کړې

تاند ( پنج شنبه، دعقرب ۲۲) استرالیا وایي په افغانستان کې یې د ځانګړو ځواکونو پر نظامي مامورت ټولې شوې ادعاوې او تورونه څېړي.

د استرالیا لومړي وزیرې په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې خپلو هېوادوالو ته دردوونکی خبر لري.

سکاټ موریسن ویلي: « له بده مرغه معلومات او د څېړنو پایلې ښيي چې استرالیايي ځواکونو په افغانستان کې داسې فعالیتونه ترسره کړي چې له قوانینو سره په ټکر کې دي او د استرالیا عدلي او قضايي ارګانونه یې په اړه د پرېکړې کولو پوره صلاحیت لري.»

مورېسن زیاتوي دوی په دې توګه غواړي د استرالیا په پوځ کې حاکم فرهنګ بدل کړي او ټولې اړوندې قضیې وڅېړي.

د يادونې ده چې، په دې وروستیو کې په نړیوالو رسنیو کې ګڼ راپورونه خپاره شوي چې استرالیایي ځواکونو په افغانستان کې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ سخت بشري او جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.

د استراليايي رسنیو د راپورونو له مخې تر اوسه ۵۵ دغه ډول قضیې څېړل شوې چې ۳۳۶ کسانو پر دې پېښو شاهدي ورکړې ده.

ویل کېږي چې استرالیايي ځواکونو د خپل ماموریت پر مهال ملکي وګړي په قصدي توګه په نښه کړي، شکنجه کړي او ان تر شکنجو لاندې یې عام افغانان وژلي دي.

دغه هېواد اوس هم په افغانستان کې د ۴۰۰ په شاوخوا کې سرتېري لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب