Homeخبرونهولسمشر غني: ترهګر غواړي پر خبریالانو د بریدونو له لارې خپل جنایتونه...

ولسمشر غني: ترهګر غواړي پر خبریالانو د بریدونو له لارې خپل جنایتونه پټ وساتي

تاند (پنجشنبه د عقرب ۲۲) ولسمشر اشرف غني وایي دښمن هڅه کوي د بیان پر ازادۍ د بریدونو له لارې د ولس رسا غږ خاموشه کړي او په دې توګه خپل جنایتونه پټ کړي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په هلمند کې د آزادي راډیو پر خبریال الیاس داعي شوی برید په کلکو ټکو غندلی او د هغه له کورنۍ سره یې غمشریکي ښودلې ده.

ښاغلي غني ویلي د بیان ازادي د دولت لویه لاس ته راوړنه ده خو ترهګرې ډلې غواړي په ورته بریدونو سره د حقایقو د ښکاره کېدو مخه ونیسي او پر خپلو جنایتونو پرده وغوړوي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې ترهګرې ډلې د دا ډول بریدونو په وسیله د ولس غږ نه شي چوپ کولی او ټینګار یې کړی چې د بیان ازادۍ لویه لاس ته راوړنه په درنو قربانیو ترلاسه شوې ده چې حکومت یې هر اړخیزه ساتنه کوي او لا ودې ته یې ژمن دی.

بل خوا د خبریالانو د خوندیتوب بنسټونه حکومت د خبریالانو د امنیت په تامین کې ناکام بولي.

الیاس داعي نن سهار په هلمند کې د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d8%b2%d8%a7%d8%af%d9%8a-%d8%b1%d8%a7%da%89%db%8c%d9%88-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84-%d8%a7%d9%84%db%8c%d8%a7%d8%b3-%d8%af%d8%a7%d8%b9%d9%8a-%d9%88%d9%88%da%98%d9%84-%d8%b4%d9%88/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...