شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان؛ امرالله صالح سره د اختلاف له امله د وېزو طرح رد...

پاکستان؛ امرالله صالح سره د اختلاف له امله د وېزو طرح رد کړې

تاند (پنج شنبه، د عقرب ۲۲) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي؛ پاکستان یوازې له ده سره د اختلاف له امله د ویزو د ویش طرحه رد کړې ده.

امرالله صالح په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت له لوري له پاکستاني سفارت سره د ویزو د ویش پر طرحه خبرې شوې دي خو د پاکستان سفارت له دې مسئلې سره مخالفت کړی دی.

دی وایي د پاکستان سفارت د امرالله صالح د نامه د موجودیت او دا چې دا طرحه هغه جوړه کړې ده د دې بهیر مخالفت کوي.

د دې مخالفت سره سره هم صالح ویلي چې بهرنیو چارو وزارت به له پاکستاني سفارت سره خپلو خبرو ته ادامه ورکوي څو په دغه بهیر کې اسانتیا رامنځ ته شي.

درې ورځې وړاندې امرالله صالح جنرال خوشال سادات د پاکستاني ویزو د ویش بهیر د تنظیم لپاره مسوول وټاکه او لومړي مرستیال وویل چې دغه بهیر کې به اسانتیا راولي او د فساد مخه به نیسي.

خو د پاکستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له دې بهیر سره مخالفت څرګند کړی دی او وایي دوی په دې بهیر کې د چا مداخله نه مني.

1 COMMENT

  1. د پاکستان سفارت باید زمونږ د هېواد قوانینو، عرف او ولس ته احترام ولري ، دوی باید د افغانستان د خلکو عزت او حیثیت تر پښو لاندې نکړي .
    له بلې خوا د پاکستان سفارت او قونسلګریانې زمونږ په هېواد کې مېشتې دي . دوی مجبوره اومکلفه دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکي وساتي .
    د ویزو په توزیع او صادرولو کې پاکستاني لوری تل داسې شرایط برابروي چې د متقاضیانو تعداد زیات او ګڼه ګوڼه جوړه شي . پدې توګه دوی زمونږ له خلکو نه د رشوت اخیستلوته زمینه برابروي. کوم نظم چې د امرالله صالح له لوري نیول شویدی ، د دواړو هېوادونو په ګټه ده .
    په هر حال سره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت باید هغه هېواد ته د تلونکو او ویزې غوښتونکو لپاره داسې شرایط جوړ کړي چې بل ځل زمونږهېوادوال تر پښو لاندې نه شي او د پاکستان سفارتي او قونسلي مسوولین زمونږ له خلکو اضافي پیسې ونه شي غوښتلی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب