جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: حکومت او طالبان دې فوري اوربند وکړي

اروپايي ټولنه: حکومت او طالبان دې فوري اوربند وکړي

تاند (پنجشنبه د عقرب ۲۲) د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رولانډ کوبیا یو ځل بیا د جګړې پر ښکېلو لوریو غږ کړی چې ژر تر ژره اوربند وکړي.

رولانډ کوبیا پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د تاوتریخوالي کموالی نه غواړي، بلکې د سولې له بهیر سره یو ځای دې فوري اوربند وشي.

هغه ویلي، د سولې له بهیر سره د تاوتریخوالي کموالی او اوربند ته رسېدل یوه اوږده پروسه ده او وخت ته اړتیا لري، نو دواړه لوري باید ژر تر ژره اوربند وکړي.

ښاغلي کوبیا زیاته کړې، د سولې له بهیر سره یو ځای د اوربند کول نه یوازې د افغانانو بلکې د نړیوالې ټولنې غوښتنه هم ده.

افغان حکومت او نړیوالې ټولنې هم په وار وار ټینګار کړی چې د تل پاتې سولې او د سولې خبرو د ښه پرمختګ لپاره لومړی باید پر تل پاتې اوربند سلاح وشي.

طالبانو بیا تر اوسه د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ددغې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي او لا هم جګړه ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده چې پور یې هره ورځ افغانانو پرې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب