Homeخبرونهايران د امريکا په نوي حکومت کې هم له بندیزونو سره مخ...

ايران د امريکا په نوي حکومت کې هم له بندیزونو سره مخ دی

تاند (چهارشنبه، دعقرب ۲۱) امریکا وایي راتلونکی حکومت به هم د ټرمپ په څېر پر ایران خپلو بندیزونو ته ادامه ورکوي.

د ایران په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي الیوت ابرامز ویلي، ایران په سیمه کې د ترهګرۍ ملاتړی دی او دا د ټرمپ نظر نه بلکې ټول امریکايي حکومت په دې باوري دی.

د الیوت ابرامز په خبره د حکومت په بدلېدو سره به په امریکا کې د ایران په اړه دریځ بدل نه شي.

بل لورته بيا د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په امریکا کې د نوو تحولاتو په اړه ویلي، د امریکا او ایران ترمنځ راتلونکی وضعیت د امریکایي حکومت په چلند پورې تړاو لري.

امریکایي چارواکي داسې مهال دغه څرګندونه کوي چې د امریکا خزانې وزارت پر ایران تازه نور بندیزونه هم وضع کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...