یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ننګرهار کامې ولسوالۍ کې د ګوړې توليد سږ کم شوی

د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې د ګوړې توليد سږ کم شوی

تاند ( چهارشنبه، دعقرب ۲۱) د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې، چې پر مځکو یې ګنی په پراخه پیمانه کرل کېږي، د ګوړې توليد پیل شو.

بزګران وایي د دې ولسوالۍ په هره ګاڼۍ کې په ورځني ډول لسګونه منه ګوړه توليدېږي.

په دې ولایت کې د ګوړې ګاڼۍ یو شمېر مالکان وايي، سږ کال کامې ولسوالۍ کې د ګنیو د کمښت له امله د ګوړې د تولید کچه ټیټه ده.

دوی وايي؛ که حکومت د ګنیو د کر پراختیا ته پاملرنه وکړي؛ نو افغانستان به د ګنیو د حاصل او ګوړې د تولید په برخه کې په ځان بسیا او له بهرنه به د ګوړې او ګنیو د واردولو مخه ونیول شي.

بل لورته د کامې ګوړه زيات مينه وال هم لري او وایي تر نورو ورته د کور توليد غوره دی.

د معلوماتو له مخې هرکال د دې ولایت په سلګونه هکتاره ځمکه کې ګني کرل کيږي چې شاوخوا سل ټنه حاصل ترې لاسته راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب