سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeمقالېد بایډن-هریس له ادارې سره د افغان دولت د اړیکو د پیاوړتیا...

د بایډن-هریس له ادارې سره د افغان دولت د اړیکو د پیاوړتیا په موخه، څو وړاندیزونه

هارون حکیمي

۱۳۹۹-لړم-۱۹، کابل

د ۲۰۲۰ د نومبر په ټاکنو کي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ماته، چي د برحال ولسمشر په توګه یې ډېر انتظار نه کېده او د امریکا د پنځه څلوېښتو ولسمشرانو په تاریخ کي یواځي د لسم ځل لپاره پېښه سوه، د یوې دورې د ولسمشر په توګه د نړۍ د ډېرو هیوادونو لپاره، د دوه اړخیزو اړیکو په برخه کي، د بېړنیو هڅو اړتیا ډېروي. افغان دولت هم په تېرو څلورو کلونو کي د جمهوري غوښتونکو څېرو، په ځانګړي ډول ولسمشر ټرمپ د ادارې سره پر اړیکو ډېره سیاسي او ذهني پانګونه کوله او اوس اړ دی چي د ډیموکراټانو، په ځانګړي ډول نوي ټاکلي ولسمشر جوبایډن د نږدې کړۍ سره اړیکي بیا تازه او رامنځ ته کړي. د افغانستان او امریکا د متحده ایالتونو ترمنځ ستراتیژیکه ملګرتیا، په افغانستان کي روان وضعیت، سیمه ییز خوځښتونه، او د افغان د سولي روان بهیر، د افغان دولت اړتیا نوره هم زیاتوي.

په دې توګه د ځینو لارو چارو لنډه یادونه چي زموږ سره د بایډن-هریس د ادري او ډیموکراټانو سره د ډیپلوماسۍ او لابي د موثریت په برخه کي مرسته کوي، وړاندي کېږي:

لومړی، د ټاکنو د پایلو د اعلان او ولسمشر په توګه د بایډن د لوړي د مراسمو ترمنځ د لسو اونیو زماني واټن د افغان دولت لپاره یو مناسب فرصت دی چي د ډیموکراټانو، په ځانګړي ډول د ښاغلي بایډن د ټاکنیز کمپاین غړو او پر نوموړي اغېزلرونکي کړۍ سره اړیکي ونیسي. دا هغه پړاو دی چي بریالی ټیم پکي د ټاکنیز ذهنیت څخه د عملي پروګرامونو طراحي او تابیا ته اوړي او لا یې د رسمي دندو بوختتیاوي نه وي پیل سوي. له یوې خوا د تصمیم نیوني له اړخه ددې وخت اهمیت زیات دی، له بله اړخه، په دې وخت کي د هغوی مهالوېشونه ډېر بوخت نه وي.

https://taand.net/%d9%84%d9%87-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d9%85%d9%84-%d8%a8%d9%87%d8%b1%d9%86%d9%8a-%d8%ac%d9%86%da%ab%db%8c%d8%a7%d9%84%d9%8a%d8%9b-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86/

دوهم، د ډیموکراټانو د متنفذو څېرو سره د ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني د اړیکو پر بنسټ، د نوموړي، ولسمشر ته نږدې افغان چارواکو، او مطرحو څېرو لخوا د خبرو اترو زمیني زیاتول او د افغان دولت لیدلوری توضیح کول، د دواړو لوریو په ګټه تمامېږي. دا چي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان بایډن ته د مبارکۍ په پیغام کي د افغان سولي موضوع او د پاکستان ونډه وړاندیز کړې، ښکاره خبره ده چي د نوموړي هیواد ډیپلوماټان به په اړوندو برخو کي د پاکستاني روایتونو په موخه همدا اوس فعالیت کوي. په داسي وخت کي د افغاني روایتونو د خپرولو اړتیا تر بل هر وخت ډېره ده.

درېیم، د نږدې نیم میلیون افغان-امریکايي وګړو، په شرایطو برابرو اشخاصو تر ډېره بایډن ته رایه ورکړه او د امریکامېشتو افغانانو ډېرو مشرانو د نوموړي لپاره کمپایني هلي ځلي وکړې چي د یاد ټاکنیز ټیم د مسئولینو سره یې اړیکي هم رامنځ ته کړيدي. افغان دولت د خپلو استازولیو له لاري د یادو شخصیتونو سره د خبرو اترو له لاري کولای سي چي د خپل لیدلوري د ملاتړ په موخه یې، له حضور څخه ګټه واخلي او د درېیمي لاري ډیپلوماسي په وسیله، خپلو روایتونو ته د پلي کېدو زمینه برابره کړي.

څلورم، په امریکا کي د نوي ادارې د ښې پېژندګلوۍ، د ډیموکراټانو او بایډن د ټیم سره د مُثمرو اړیکو او د واک ددغه لېږد په بهیر کي د ځیرکو هلوځلو په موخه، اړتیا ده چي د ولسمشر د باور وړ، مخکښ او د ډیموکراټانو سره بلد شخصیت په واشنګټن کي د افغان سفیر/سفیري په توګه وټاکل سي او د سفارت او کونسلګریو د ډیپلوماټانو چي ډېر یې غیري مسلکي دي او په انګلېسي هم نه پوهېږي، ارزونه او د مستعدو اشخاصو ګومارل، په دې پړاو کي د افغاني ډیپلوماسۍ د بري لپاره خورا مهم دي. پر اوسنۍ افغانه سفیره د فساد او د امریکامېشتو افغانانو سره د نامناسب چلند تورونو د سفارت حیثیت ته جدي زیان اړولی دی چي دمثبتو تغییراتو په صورت کي، دا ستونزه هم هوارېدلای سي.

پنځم، په نړیوال نظم کي د امریکا د رهبرۍ لپاره د ډیموکراټانو، په ځانګړي ډول ښاغلي بایډن لېوالتیا، نړیوالو سازمانونو ته د نوموړي د همکارۍ لیدلوری، او د ګڼ اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د نوموړي د ملاتړو اراده، څرګندوي چي افغانستان د خپلو موخو لپاره د نورو نړیوالو دوستانو، خواخوږو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو څخه هم ګټه اخیستلای سي. په دې توګه پکار ده چي د ګڼ اړخیزي ډیپلوماسۍ په وسیله د ټولو سیاسي استازولیو له لاري د أفغان روایت د خپرولو هلي ځلي پراخي سي.

شپږم، د اوس څخه د جنوري تر ۲۰مي او دغه راز د بایډن د واک په لومړیو وختونو کي، د نوموړي د بهرني سیاست، په ځانګړي ډول أفغانستان اړوندو پالیسیو لپاره، دده نوموړي د ټیم لپاره د چمتوالي وخت دی. په دغه وخت کي موږ ته پکار ده چي د فکري خونو، څېړنیزو مرکزونو، مطرحو شنونکو او دغه راز مهمو رسنیو له لاري د أفغان لیدلوري په ملاتړ، منځپانګه تولید او خپره کړو تر څو امریکايي ذهنیت، ارادې او پرېکړي په خپله ګټه وڅرخوو. درناوی

https://taand.net/%d8%af-%d8%b1%d8%a7%d8%b3%d8%aa%d9%86%db%90%d8%af%d9%88%d9%86%da%a9%d9%88-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%da%89%db%8c%d9%be%d9%84%d9%88%d9%85%d8%a7%d9%bc%d8%a7%d9%86%d9%88-%da%81%d9%86%da%89%d9%86/

2 COMMENTS

  1. حکیمي صاحب ښو ټکوته مو پام شویدی ، خو څوک به دا معقول وړاندیزونه ولولی او عملي به یې کړي؟
    زما په نظر که ولسمشر لږ سیاسي درایت ولري ستاسو د وړاندیزونه خصوصا دریم او څلورم وړاندیزونو په هکله باید جدي فکر وکړی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب