Homeداسې هم شتهچک د سپو په وسیله د خلکو کورونا وایرس معلوموي

چک د سپو په وسیله د خلکو کورونا وایرس معلوموي

تاند- د چک جمهوریت د ګمرکونو ادارې ۶ سپي روزلي چې په کورونا وایرس اخته کسان وپېژني.

دوی وايي چې د روان کال تر پایه به یو شمېر نور سپي هم وروزي چې د پراګ نړیوال هوايي ډګر او دغه راز د ګاونډیو هیوادونو سره په پولو کې ګمرکونو کې ته یې ولېږي څو تلونکي او راتلونکي مسافر معلوم کړي چې ایا کورونا وایرس لري او که نه.

حاضردمه دا کار یوازې د تبې په معلومولو سره کېږي خو دا احتمال شته چې د یو چا کورونا وایرس لا دومره پرمختګ نه وي کړی چې تبه ولري.

د چک د ګمرکونو ريیس وايي، دغو سپو ته مخکې لا د مخدرو موادو، تنباکو، بانکنوټونو او وسلو موندلو روزنه ورکړل شوې ده.

تر دې وړاندې فنلنډ هم د سپو په وسیله د کورونا وایرس د تشخیص هڅه پیل کړې وه. فنلنډ د هیلسنکي په نړیوال هوايي ډګر کې یو شمېر سپي ساتلي او د دغه هیواد ساینسپوهان وايي چې سپي کورونا وایرس نژدې سل په سلو کې په دقت معلومولی شي.

د سپو شامه یا د بویولو حس خورا حساس او پیاوړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...