پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهآغا خان بنسټ په هرات کې د ګوهرشاد بېګم پینځم منار بیا...

آغا خان بنسټ په هرات کې د ګوهرشاد بېګم پینځم منار بیا رغوي

تاند (چهارشنبه د عقرب ۲۱) آغا خان بنسټ په پام کې لري چې هرات ولایت کې د ګوهرشاد بېګم د مصلی پنځم منار بېرته ورغوي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې آغا خان بنسټ ولسمشر غني ته په یوه ځوابیه لیک ویلي چې دوی ددې منار د بیارغونې لپاره پوره تیاری لري.

وروسته له هغې، چې د هرات تاریخي منار د نړېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې، ولسمشر تېره اوونۍ د دغه منار د بیا جوړېدو امر وکړ.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د دغه منار د جوړېدو لومړنۍ چارې چې په کې سروې او لومړنۍ بیارغونه ده، د حکومت پر غاړه او اساسي مرحله یې د آغاخان فرهنګي بنسټ پر غاړه ده.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر غنی تېره اونۍ د آغا خان فرهنګي بنسټ او کابل کې د یونسکو سازمان له مسؤلینو سره په لیدنه کې د هرات د پنځم منار د جوړېدو او دغه راز د تاریخي اثارو په ساتنه کې له هغوی څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د هرات د مصلی منارونه د تیموریانو په وخت کې په هغه سیمه کې جوړ شوي چې د ګوهرشاد مدرسه پکې وه.

د جګړو په وخت کې د هرات مصلی ویجاړه شوه او یوازې ګنبدونه یې پاتې شول چې هغه هم سخت زیانمن شوي دي.

دا ګنبدونه د تیموریانو د وخت له مهمو معماریو څخه شمېرل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب