جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ولسي جرګې د غړي الله ګل مجاهد د اړوند کسانو له...

د ولسي جرګې د غړي الله ګل مجاهد د اړوند کسانو له کوره وسلې نیول شوې

تاند (چهارشنبه د عقرب ۲۱) د ولسشمر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی الله ګل مجاهد د هغه کسانو د خلاصون هڅه کوي، چې له کور څخه یې وسلې او مهمات نیول شوي دي.

امرالله صالح نن چهارشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د کابل ښار د ۱۲ مې امنیتي حوزې آمر په یوه کور کې په زیاته کچه د وسلو او مهماتو د شتون خبر تر لاسه کوي، چې نوموړی هم په دغه کور عملیات کوي او په ترڅ کې یې ګڼ شمېر وسلې او ثانیه سوز مواد تر لاسه کېږي.

د ښاغلي صالح په وینا په دغه عملیاتو کې د وسلو په تړاو دوه کسان هم نیول شوي او د کور څېښتن په تېښته بریالی شوی دی.

نوموړي دغه راز ویلي چې د عملیاتو او د دوه نفرو له نیولو ورسته په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی الله ګل مجاهد د حوزې امر ګواښلی چې باید نیول شوي کسان بېرته خوشې کړي.

هغه وايي، الله ګل مجاهد د حوزې امر ته ګواښ کړ که دغه نفر خوشي نه کړي، نو سبا ته په حوزه کې د پاتې کېدو وخت ونه لري.

امرالله صالح وایي، د حوزې امر ته یې امر کړی چې نور د دغه وکیل ټلیفون ته ځواب ورنه کړي او دا موضوع څارنوالۍ ته ولېږي.

تر اوسه خپله الله ګل مجاهد ددغې موضوع په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د ولسمشر لومړي مرستیال په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې ډېر کله عامه خلکو هم د ناامنۍ په زیاتوالي کې چارواکي ګرم بللي او ویلي یې دي چې د همدغه ډول کسانو په وسیله ښارونو ته غیر قانوني وسلې انتقالېږي چې په بریدونو کې ترې کار اخیستل کېږي.

6 COMMENTS

  1. ترڅوبه دمجاهد له نوم نه په ناوړه ګټه اخیسنتې سره زموږ دخلکو وینې بهیږی – ۴۰ کاله خووشول نورنو بس ده

  2. دا هم د ولسی جرګی ځینی غړی دی چی دوی جاسوسان وطن فروشان او غله دی الله دی دوی تباه کړی

  3. الله گل رسمي اختطافچي او غل دی. نه پوهېږم چې د پارلمان د غړو د ټاکلو لپاره معیارونه څه دي. دی خو نه سواد لري او نه سیاسي پوهه، نه پوهېږم چې څنګه پارلمان ته ننوتی دی. دولت باید الله ګل ونيسي او ترې پوښتنې وکړي چې اصل قصه څه ده. که زه د ولسمشر په ځای وای په قران که رانه خلاص شوی وای.
    له امرالله خان نه هم هیله لرم چې د ټولو غلو او جهادی قومندانانو سره یو شان برخورد وکړي او خلکو ته دې افشا کړي تر څو دا غله او قاتلین د خپلو اعمالو په سزا ورسېږي.

  4. دا زمونږ د ډموکراسۍ حال دی چې د ولسي جرګې غړي مو غله، مفسدین، رشوت اخستونکي، کمېشنکاران، داړه ماران، غاصبین، جاسوسان، هېواد پلورونکي او په عین حال کې مجاهدین هم دي. دا لویه بد مرغي ده. مننه

  5. اوس که رښتیا قانون حاکم وی او دولت وجود ولری لومړی باید مجاهد ونیول شی ځکه چی د خبر له مخی دده اړوند کسانو سره یی وسلی نیولی دی نو ښکاره خبره ده چی وسلی د مجاهد دی او که د مجاهد نه وی هم باید څیړته تری وشی.
    د دولسمی حوزی آمر غیرت کړی کور یی ودان، داسی مافیا او غلامان چی د پیاوړو هیوادونو جاسوسان دی کابو کول اسانه چاره نه ده.
    ژوندی دی وی لوی افغانستان

  6. د کابل ښار په یوه ناحیه کې د ناقانونه وسلو ساتل خپله جرم دی . کله چې د مجرمینو د خلاصون لپاره د ولسي جرګې یو غړی له خپل قانوني صلاحیت نه سوء استفاده کوي . د غلو ، جاسوسانو ، قاچاقبرانو ، انتحاریانو او نورو تروریستي ډلو ملاتړ په نوموړو جرایمو کې د هغه د مستقیم شراکت په معنا دی.
    د ولسي جرګي مسوولین باید د الله ګل مجاهد غړیتوب پدې جرګه معطل اولویې څارنوالی ته د تحقیق لپاره معرفي کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب