جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه څرخکه رانسکوره...

د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه څرخکه رانسکوره شوې

تاند (چهارشنبه د عقرب ۲۱) د ملي دفاع وزارت وايي، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د افغان پوځ یوه څرخکه رالوېدلې ده.

د یاد وزارت ویاند فواد امان پر خپل ټوېټر لیکلي چې د ملي اردو دغه ام ‌آی -۱۷ څرخکه تېره شاوخوا دولس بجې د الوتنې پر مهال رانسکوره شوې ده.

د نوموړي په وینا په دغه پېښه کې د الوتنې یوه عمله او یو تن پولیس وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د ورکړل شویو مالوماتو له مخې دغې څرخکې حصارک ولسوالۍ ته تازه دمي سرتیري لیږدول چې دالوتنې پر مهال د تخنیکي ستونزې له امله رالوېدلې ده.

که څه هم چارواکو په دې پېښه کې د درې کسانو د مرګژوبلې خبر ورکړی، خو د سیمې اوسېدونکو ویلي چې د پېښې قربانیان زیات دي.

تر دې وړاندې د هلمندې په ناوې ولسوالۍ کې هم دوه د ملي اردو څرخکې رالوېدلې وې چې د پیلوټانو په ګډون پکې ۹ تنه وژل شوي و.

2 COMMENTS

  1. د روس راپاتې څرخکې اکثريت يې زړې شوي مازې پلمه غواړي بيا نسکوره شوی وي، دولت بايد د نويو څرخکو او الوتکو قرارداد وکړي او افغان پوځ ته يې ورکړي.
    د نړۍ ډیری هیوادونه ښې او پرمختللی الوتکې پلوري نو پکار ده چې دوی څخه راونيول شي او که امريکا يې مخنيوی کوي بيا دې همدوی اړ کړي چې افغان پوځ ته ايف ۱۶ او څرخکې ورکړي.

  2. Afghan Tiger سلام
    نه امريکا او نه روس او نه کوم بل هيواد افغانستان ته اولوتکي ورکوي ځکه افغان ځانته دوستان نه شي پيدا کولاي.
    د امريکا اولسمشر ترم غواړي له المانه خپله يوه برخه نظامي اډی له المان نه وباسي او په پوليند کي ځای پر ځای کړي پولينديان ډير ورته خوشحاله د او تياری ورته نيسي ، خوپه د نيت د امريکا د المان نه يواځي حکومت بلکه د المان اولس هم ډير خواشني دي ځکه د امريکا په نظامي اډو کي په سلهاو المانيان کار کوي او خپلو کورنيو ته ډوډي پيدا کوي، اوس د جوبايدن په راتلو سره په د هيله د چه د نظامي اډو له يستلو نه ګوندي ډډه وکړي.
    افغانان خو دا شل کاله کيږي چي د امريکا په ضد جنګيږي او تاسيښاغلي Afghan Tiger له امريکانه F16 ډوله الوتکي غواړی نه نه موږ ونه کړاي شواي د امريکا زړه ځانته را نيږدي کړو خپل چانس مو له لاسه ورکړی دی او داده اوس روس هم له پاکستان سره په ګډه نظامي مانوري کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب